میدان وردګ؛ د چک ولسوالۍ په ګوډه سیمه کې د خلکو په مالي لګښت یو کلینیک جوړ شو

کابل، د مرغومي ۲۸مه، باختر
د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو د چک ولسوالۍ اړوند ګوډه سیمه کې د خلکو په مالي مرسته د یوه معیاري کلینیک د جوړېدو او ګټې اخیستنې ته یې سپارل کېدو خبر ورکړی دی.
یاد کلینیک په اساسي ډول جوړ شوی, چې ۸ خونې او نور اړین سهولتونه لري, د نارینه او ښځینه ناروغانو لپاره جلا وارډونه هم په پام کې نیول شوي، ترڅو د ناروغانو لپاره غوره خدمات وړاندې شي.
د یاد کلینیک د پرانیستې په مراسمو کې د میدان وردګو د عامې روغتیا رییس ډاکټر رسول خان نظري وویل: “موږ ډېر خوښ یو چې د خپلو خلکو په مرسته وتوانېدو د ګوډه سیمې لپاره یو اساسي کلینیک جوړ کړو او ژمن یو په دې کلینیک کې به غوره روغتیايي خدمات وړاندې سکړو.”
په ورته وخت کې د ګوډه سیمې قومي مشر سیف الرحمن منصور د عامې روغتیا ریاست څخه غوښتنه وکړه چې یاد کلینیک ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
باید وویل شي، چې یاد کلینیک به د یادې سیمې ناروغانو ته لومړني روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته