میدان وردګ؛ د ټوپ دښتې د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۶۲۲ پولیس فارغ شول

کابل، د مرغومې ۱۲مه، باختر

د ‌میدان وردګو ولایت ټوپ دښتې د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۶۲۲ پولیس له دوه میاشتو تعلیمي، مسلکي، او عقيدتي زده کړو وروسته فارغ شول.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د کورنیو چارو اداري معین مولوي نور جلال جلالي د اسلامي امارت مجاهدینو قربانی او سرښندنې وستایلې او دوی یې د اسلامي نظام او افغان ولس ریښتیني ساتونکي وبلل.

جلالي زیاته کړه په اسلامي نظام کې اطاعت کول یو اصل دی مونږ او تاسو باید دغه اصل ته لا نور هم پابند و اوسو.

بل خوا دغو فارغ شویو پولیسو ژمنه وکړه چې ټولنې ته د خدمت کولو ترڅنګ به د سر په بدل له اسلامي نظام او افغان مظلوم ولس دفاع کوي.

د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره تر دې مهاله له یاد ښوونیز مرکز څخه ۷۰۶۵ پولیس په ۷ دورو کې فارغ شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته