ټولنه

مکې معظمې ته تلوونکي د حج مناسک زده کوي

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
د کابل ښار د عيدګاه جومات په انګړ او د هيواد د مرکز او ولايتونو په نورو جامع جوماتونوکې د بيت الله شريف حج ته د تلوونکو د حج د مناسکو د عملي او نظري زده کړو پروګرام د پخوا په شان دوام لري.
د حج او اوقافو وزارت مسوولين هڅه او هاندکوي چې په روان کال کې افغان حاجيانو ته د حج د مناسکو په باب زيات معلومات ورکړي چې هغوى وکولاى شي د حج مناسک له کومې ستونزې پرته په ښه توګه پرځاى کړي.
د حج او اوقافو وزارت د خپرونو رييس حبيب الرحمن صالحي د باختر آژانس خبريال ته وويل: ددغه وزارت مسوولين هلې ځلې کوي چې افغان حاجيان د حج د مناسکو له لارو چارو سره زياته بلدتيا پيدا کړي او د حج په مراسموکې له کومې ستونزې سره مخامخ نشي .
صالحي وويل چې ښوونکي او لارښود به د بيت الله شريف د حج په مراسموکې د افغان حاجيانو په خدمت کې وي او موږ هلې ځلې کوو چې په سعودي عربستان کې افغان حاجيانو ته ټولې لازمې آسانتياوې او امکانات برابر کړو.
دکابل ښار د عيدګاه د جامع جومات په انګړ او د کابل ښار او د هيواد د ولايتونو په ټولوجوماتونوکې تمثيلي کعبې ايښودلې شوې دي او بيت الله شريف ته تلوونکي د سعودي عربستان په لور تر وروستۍ الوتنې پورې لازمې زده کړې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته