ورزش

مکزيک دنارينه و دفوټبال په څانګه کې دالمپيک دسياليو اتل شو

١٢_ کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٢ :

مکزيک اوبرازيل په برياليتوب سره دلندن دالمپيک دلوبو دنارينه و دفوټبال اتل شو.

دغه ټيم په هغې وروستي لوبه کې چې دلندن په ويمبلي ورزشي ډګر کې ترسره شوه په يوې يرغليزي اوپه زړه پورې لوبې سره دبرازيل  اتل ټيم ته ديوې په مقابل کې په دوو سره ماتې ورکړه اوپه خپل تاريخ کې دلومړي ځل لپاره يې  دسرو زرو مډال  اودالمپيک په سياليو کې داتلوالي لقب وګاټه.

دمکزيک ټيم لوبه په يرغليزډول پيل کړ اوډير ژر ګول ته ورسيد .

مارکوفابيان دبرازيل دمدافعانو په تيروتنې سره دګول خاوند شو اوپه ښکلي تيښتې سره يې پرالتا دتوب خاونده کړه .

دغه يرغلګرهم په يو دقيق ګوزار سره دبرازيل دروازه وډبوله.

مکزيک بيا هم دزياتو توپونو او دټيم دډګرپه تصاحب سره غوره وو اوپه وار وار چې دبرازيل دروازه له خطر سره مخامخه کړه خوپه پاى کې په لومړي نيمايي کې په هماغه يو ګول سره مکزيک په ګټه پاى ته ورسيده.

برازيليانو دويمه نيمايي په ښه توګه پيل کړه دغه ټيم ديولړبريدونو په ترسره کولو سره دبرابرګول په لټه کې شو خو دمکزيک کلکه اومنسجمه دفاع هرځلې  دبرازيل دګول وهلو مخه نيوله.

په داسې حال کې چې برازيل دخوړلي  ګول دجبيره کولو په لټه کې و پرالتا په پنځه اويايمه دقيقه کې اوپه ګوزارسره په يو بريد ضد کې دمکزيک دويم ګول هدف ته ورساوه.

ورزشي ډگر ته دبرازيل په ستنيدو سره نيمار ، هالک او دنړۍ نورو وياړلو ستورو په ځلانده توګه لوبې وکړې اوپه پاى کې په له منځه تللو شيبو کې دمکزيک په دروازې دبريدونو په طرحه کولو سره لوبه دهالک په واسطه ګول ته ورسيده  خودغه برازيل له ماتې څخه ونه ژغوره .

مکزيک په دې برياليتوب سره دالمپيک په لوبو کې لومړي اتلوالي ته ورسيد اوبرازيل چې په خپل تاريخ کې په دغو سياليو کې دسرو زرو کم مډالونه ګټلي دي خپلې هميشني هيلې ته ونه رسيد.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته