![75a6dfd2d1d1fafd39d0d609b0a15b07](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2020/05/75a6dfd2d1d1fafd39d0d609b0a15b07.jpg)
کابل باختر د وږي اته ويشتمه :
دملګرو ملتو دسازمان دعمومي اسامبلې په دوه اويايمې غونډه کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس دوينا اصلي محور له تروريزم سره مبارزه ده .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دجمهوري رياست وياند دوا خان مينه پال نن دبهرنيو چارو وزارت له وياند احمدشکيب مستغني سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وويل چې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني دملګروملتو دسازمان دعمومي اسامبلې په دوه اوياېمې غونډه کې ګډون کوي او دهغه دوينا اصلي محور له تروريزم سره جدي مبارزه او دافغانستان دحکومت دبرياليتوبونو وړاندې کول دي .
ده وويل چې ددغې غونډې تر څنګ به د بيلابيلوهيوادونو له مقاماتو په تيره بيا له پاکستاني مقاماتو سره له تروريزم سره د جدي مبارزې په باب وګوري .
دجمهوري رياست دوياند مرستيال وويل چې موږ له تروريزم سره په جدي مبارزې باندې ټينګار کوو چې له تروريزم سره ملاتړ پاى ته ورسيږي .
مينه پال زياته کړه چې دامريکا په ستراتيژي کې ويل شوي دي چې پاکستان دې له تروريزم سره له ملاتړ څخه لاس واخلي او نړۍ دې نتېجې ته رسيدلى دى چې له تروريستانو سره ملاتړ له منځه يوسي .
ده څرګنده کړه چې له افغانستان سره څلور مرسته شوي بلک هاک هليکوپترونه قندهار ته رسيدلي دي او دتروريستانو په ځپلو کې ډير مهم رول لري .
دجمهوري رياست دوياند مرستيال دچارو دادارې درياست دمرستيال له خوا دتوپيري مطالبو دخپرولو په اړوند وويل چې جمهور رييس له اساسي قانون سره سم عمل کوي او هيڅ راز توپير شتون نه لري او که چيرې دغه تورونه ثابت شي له قانون سره سم به جدي چلند وشي .
په دې غونډه کې احمدشکيب مستغني د کابل ښار دزنبق په څلور لارې کې دبريد په باب دپاکستان دصدراعظم دوروستيو اعترافونو په باب وويل چې دپاکستان دصدراعظم اعترافونه کومه نوې خبره نه ده بلکې دغه اعتراف څرګند او تريخ حقيقت دى .
ده وويل چې دافغانستان دولت ټينګار کړى دى هغه تروريستي بريدونه چې په افغانستان کې ترسره کيږي پلان يې د ډيورند له کرښي اخوا جوړيږي .
ده وويل چې دزنبق په څلور لارې او دقندهار ولايت په ميلمستون بريدونه هغه بريدونه دي چې په پاکستان کې طرحه شوي و .
مستغني وويل چې پاکستان دخپلو اعترافونو له مخې بايد له تفکيک او دښه اوبد تروريزم له ويش پرته دتروريستانو پرخلاف جدي او عملي اقدامات وکړي . ده وويل چې اوس نړيواله ټولنه دې نتيجې ته رسيدلې ده چې تروريزم سيمه ئيز ګواښ دى .
ده څرګنده کړه چې دپاکستان له خوا دتروريستي ډلو دتمويلولو اوسمبالښت له امله په وار وار دملګروملتو دسازمان په امنيت شورا او نړيوالو غونډو کې شکايت شوى دى .
دبهرنيوچارو وزارت وياند زياته کړه چې دبهرنيوچارو وزير صلاح الدين رباني دملګروملتو دسازمان دعمومي اسامبلې په غونډو کې ګډون کړى دى او ددغو غونډو تر څنګ به دافغانستان په استازيتوب داقتصادي همکاريو يا ايکو دسازمان په غونډو او داسلامي هېوادونو دسازمان په غونډه کې وينا وکړي .
او دده دوينا اصلي محور اقتصادي موضوعګانې او د ميانمار دمسلمانانو حالت به وي .
ختم_ ف _ اکرم