سیاستTOP

ميرويس ناب په افغانستان کې په بېلا بېلو برخوکې د کويکا د پروژو تطبيق اغېزمن وباله .

کابل / د وری۲۰ مه / باختر
د هېواد د بهرنيوچارو وزارت سياسي معين ميرويس ناب د کويکا د مرکزي دفتر له رييس سوهن هيوک سنګه سره په سيول ښار کې وکتل.
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ په دې کتنه کې د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين په افغانستان کې د کويکا دفتر فعاليتونه او په وروستيو شلوکلونوکې د دغه بنسټ برياليتوبونه اوپه بېلا بېلوبرخوکې د دغه دفتر د پروژو د تطبئق او د خلکو د ژوندانه په بدلون کې اغېزمن وباله .
هغه د کويکا دفتر په تېره بيا د ظرفيتونو د لوړولو ، د تحصيلي بورسونو د زياتوالي ،د تجربو د لېږدونې، د کرنې په برخه کې د همکارۍ، د اوبو د منابعو د مديريت، د ځنګلونو او د ژوندانه د چاپيريال ساتنې په برخو کې د کويکا دفتر د پراخو فعاليتونو غوښتنه وکړه.
دغه راز د کويکا رييس له افغانستان سره د دغه دفتر د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ او څرګنده يې کړه چې په ٢٠٢١ کال کې د کويکا دفتر هدف په ټولنيزو ،اقتصادي برخو په پروګرامونو کې تمرکز لري چې په افغانستان کې د دايمي سولې اوثبات سره مرسته وکړي .
هغه زياته کړه چې په روان کال کې کويکا د ظرفيتونو د لوړولو ، جنسيتي برابرى ،د اوبو رسونې د پروژې او د تجربو د لېږدونې لپاره يو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې لري .
په همدې ترتيب دواړو لورو د پروژو د جوړولو او تطبيق په لاره کې د لازمو همکاريو او همغږيو پردوام ټينګاروکړ.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته