ميرويس ناب د افغانستان له خلکو او دولت سره د اروپا اتحاديې ملاتړ او همکارۍ ارزښتناکې وبللې
کابل / د چنګاښ ۱۷مه / باختر
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين ميرويس ناب پرون په کابل کې د اروپا اتحاديې له شارژدافير ارنوت پاولز سره په کتنه کې، له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان د اړيکو د نوي فصل او د افغانستان د سولې بهير په اړه خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې پاولز له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د سياسي، ډيپلوماتيکو، اقتصادي،بشردوستانه ملاتړ د دوام په اړه د افغانستان اسلامي جمهوريت د لوړپورو مقاماتو او د ناټو اود اروپا اتحاديې د غړیو ترمنځ د غونډې په اړه سياسي معين ته معلومات ورکړل.
سياسي معين د اروپا اتحاديې له خوا د دغې غونډې د طرحې قدرداني وکړه او په دې غونډه کې یې د ګډون لپاره د افغانستان اسلامي جمهوريت د پلاوي تيارى څرګند کړ.
ميرويس ناب دغه راز په وروستيو دوو لسيزو کې د افغانستان له خلکو او دولت سره د اروپا اتحاديې د ملاتړ او همکاريو ارزښت ته په اشارې سره، د وروستيو دوو لسيزو د ګډو لاسته راوړنو د ساتنې او پياوړتيا په موخه له افغانستان سره د اروپا اتحاديې د ملاتړ او همکاريو د دوام قدرداني وکړه.
د بهرنيو چارووزارت سياسي معين د دغه ټکي په څرګندولو سره چې د افغانستان ستونزه نظامي حل لاره نه لري، د سياسي حل لارې د موندلو لپاره یې د افغانستان اسلامي جمهوريت پر ژمنې ټينګار وکړ.
دغه راز د اروپا اتحاديې د دفتر شارژدافير د طالبانو له خوا د تاوتريخوالي پر زياتوالي خواشيني څرګنده کړه او يوځل بيا يې د افغانستان له خلکو او دولت سره د دغې اتحاديې د هر اړخيزو همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.
ختم-ج-ا