کابل باختردوږي دمياشتې١١نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې ميرمن حسينې صافۍ نن د ژورناليستو ښځو د ټولنې له يو شمېر غړو سره په کتنه کې وويل چې بريالي به هغه کسان وي چې په نفس اعتماد ولري.
د باختر آژانس د خبر له مخې:
دغو نجونو د ژورناليزم يوه روزنيزه دوره چې د انټرنيوز له خوا د امريکا د نړيوالې پرمختيا ادارې په مالي مرسته جوړه شوې وه، تېره کړى ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د هېواد د سياسي، ټولنيز، فرهنګي او اقتصادي ژوندانه په بېلابېلو برخوکې د ښځو شتون وستايه او ويې ويل چې معاصرې ښځې او نجونې بايد له هرڅه څخه زيات زده کړې او د ظرفيت لوړولو ته پاملرنه وکړي.
دې دغه راز وويل چې يو شمېر نجونې کولاى شي د آزادې سيالۍ له لارې د دغه وزارت په تشو بستونوکې استخدامې شي.
په پاى کې ميرمن شفيقې حبيبي د ژورناليستو ښځو د ټولنې د کار او فعاليت په باب په تفصيل سره خبرې وکړې او د انټرنيوز له روزنيزې دورې څخه د يو شمېر فارغو نجونو تصديق ليکونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې له خوا هغوى ته ورکړى شول.
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل