ښوونه او روزنه

ميرزا خان انصاري په روښاني غورځنګ کې مهم رول درلود

 کابل/ دلړم ٣٠مه/باختر
د ميرزاخان "انصاري" د ٤٠٠ م تلين په اړوند علمي، تحقيقي او سيمه ييز سيمينار پرون د افغانستان په علومو اکاډمۍ کې جوړ شو او څېړونکو په روښاني غورځنګ کې د هېواد د دغه مشهور شاعر او ستر عارف د ارزښتناک رول يادونه وکړه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: دغه سيمينار د ميرزاخان انصاري د علمي، ادبي او عرفاني کارونو د څېړنې او قدردانۍ په موخه جوړ شو.
په سيمينارکې د هېواد د جمهوررييس محمد اشرف غني پيغام د جمهوري رياست د علمي چارو سلاکار پوهاند ډاکټر لعل پاچا آزمون ولوست.
د جمهوررييس په پيغام کې ويل شوي دي: "ميرزا خان انصاري د روښاني غورځنګ يو پياړوى شاعر او ادبي شخصيت و چې علمي، ادبي او ملي شخصيت يې بېلابېل ابعاد لري. که څه هم د روښانيانو، روښاني نهضت او د روښان د فکري او عرفاني لارې په باب په وروستيو دوو پېړيوکې د پوهانو له خوا پراخې څېړنې شوې دي؛ مګر د روښان او روښانيانو د فرهنګي، ټولنيز او عرفاني ليد د واقعي څېرې ښوول د ډېرو نورو مدارکو لټون او نويو علمي کارونو ته اړتيا لري."
وروسته د باختر آژانس رييس نجيب الله " شينواري" د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پيغام ولوست.
په پيغام کې ويل شوي دي: " افغانستان د خپل تاریخ له ډېر حساس او خورا پېچلي پړاوه تېرېږي. په هره برخه کې ګڼې ستونزې او ناخوالې تر سترګو کېږي او دا ستونزې او ناخوالې د افغانانو د نظام جوړونې ، اقتصادي، کلتوري او ټولنیز پرمختګ هوډ او یون ټکنی کوي. یوه له دغو ستونزو او ناخوالو زموږ د تېر تاریخ د تجربو، لوړو ژورو او په ځانګړي ډول کلتوري ارزښتونو بابیزه ګڼل او یا هم په بشپړ ډول د هغوی له پامه غورځول دي. په هر ډول سیاسي او ټولنیزو بدلونونو کې باید د تاریخي تسلسل اصل له پامه ونه لوېږي. له دې پرته، د نسلونو تر منځ اړیکې شلېږي، د ارزښتونو تشه رامنځ ته کېږي او نوی نسل د نړیوالتیا په اوسنیو شرایطو کې خپله لاره ورکوي او د ارزښتونو او ان هویت په لټه کې سرګردانه کېږي."
په پيغام کې دغه راز څرګنده شوې ده: " د روښانيانو یوه ستره ځانګړنه دا ده چې د دوی غورځنګ د نورو ګڼو حرکتونو په څېر یواړخیزنه و، بلکې ګڼ اړخونه یې لرل: سیاسي، عرفاني، تصوفي، فرهنګي، ادبي او همدارنګه پوځي. دغو ولسونو څلور څلورنیم سوه کاله وړاندې یو منسجم غورځنګ لاره چې د هغه مهال د ټولنې د ټولو برخو لپاره یې منظم هراړخیز پروګرام جوړ کړی و. همدغې بې سارې ځانګړتیا روښاني غورځنګ ته د افغان ولس په سیاسي او فرهنګي تاریخ کې ځانګړی ځای او مقام ورکړی دی."
په سيمينارکې د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارت او د شهيد پروفيسور برهان الدين رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون پيغامونه هم ولوستل شول.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ سرپرست ډاکټرعبدالظاهر شکيب، ميرزا خان انصاري يو علمي او فرهنګي شخصيت وباله چې په روښاني غورځنګ کې مهم رول درلود.
د هغه د څرګندونو له مخې: انصاري د ادب او عرفان په برخوکې هم د قدر وړ کارونه کړي دي چې تحقيق او څېړنې ته اړتيا لري.
په سيمينارکې د افغانستان او کوزې پښتونخوا شاعرانو، ليکوالانو او علمي او فرهنګي شخصيتونو ګډون لاره.
د سيمينار برخه والو په علمي، ادبي او عرفاني برخوکې د ميرزاخان انصاري کارونه ارزښتناک وبلل او يوشمېر ليکوالانو د انصاري د علمي او ادبي شخصيت په اړه څېړنيزې مقالې ولوستلې.
سمينيار د يوه پرېکړه ليک په تصويب سره پاى ته ورسېد.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته