ميت رامني : نه پريږدم افغانستان بيا تر نفوذ لاندې ونيول شي

واشنګتن  باختر د تلي ١٨
  دامريکا دجمهوري رياست دراتلونکي مياشتې په انتخاباتو کې دجمهوريت غوښتونکو ګوند کانديد ميت رامني وايي  چې پرې به نږدم  افغانستان دتند لارو تر نفوذ  لاندې راشي .
ده چې پرون دانتخاباتو دګټلو په صورت کې يې دخپل بهرني  سياست  په باب دويرچېنيا ايالت دپوځي چارو په يو انستيتوت کې خبرې کولې دافغانستان په باب مسوولانه اقدامات دافغانستان او امريکا دامنيت  لپاره مهم او ارزښتناک وبلل  .
ميت رامني وويل : که چېري دامريکا دجمهور رييس په توګه وټاکل شي  د ٢٠١٤ کال تر پاى پورې به افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو د رښتينې او بريالي ليږدونې لپاره کار وکړي اوژمنه يې وکړه چې  افغانستان به دتند لارو تر نفوذ لاندې پري نږدي .
ميت رامني وويل دهغو تند لارو په  لاس دافغانستان پريښودل  به چې له دغه هيواد څخه يې دسپتمبر دمياشتي ديوولسمي  نيټي  د بريدونو دطرحه کولو  لپاره استفاده وکړه په افغانستان کې دجګړي او زموږ په هيواد يعني امريکا باندې د بريدونو لپاره لاره اواره کړي .
ميت رامني په افغانستانکې دمسوولانه اقداماتو لپاره دخپلو پلانونو په باب په داسې حال کې خبري کړي دي چې دافغانستان جمهور رييس  حامد کرزي  په دې وروستيو  وختو کې دامريکا له  سي بي اس  تلويزيون سره په مرکه کې وويل چې په افغانستان کې دامريکا دجګړي دپيل هدف له تروريزم سره مبارزه وه خو دغه ستونزه سربيره پردي چې له منځه نه ده تللي زياته شوې هم ده .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته