نړۍ، د زمري ۱۴ مه، باختر
تبصره
تېره اونۍ د ایران په پلازمېنه تهران کې د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د صهیونست رژیم په یو برید کې شهید کړای شو او ترهغې وروسته د ایران په ګډون منځني ختیځ کې ګڼو جهادي ډلو لکه د لبنان حزب الله، د یمن انصارالله او نورو هغو د شهید هنیه د غچ اخیستلو ټټر وهلی دی.
اوس خبره دا ده، چې اصلاً خو مسلمانانو ته یواځې د شهید اسماعیل هنیه غچ اخیستل لازمي نه دي؛ بلکې غزه کې د اسرایلو په لاس د نږدې ۴۰ زره نورو فلسطینیانو او له هغې وړاندې په ټوله نړۍ کې د کفارو له لوري د میلویونونو مسلمانانو د شهادت، ټپي کېدو او زیانمنېدو غچ باید واخیستل شي.
لومړۍ پوښتنه، دغه غچ باید چېرته واخیستل شي، ځواب یې دا دی، چې د دښمن پر وړاندې د غچ اخیستلو دغه پروسه باید د دښمن په خاوره کې پیل شي، تر څو هسې نه بیا یې مسلمانان قرباني شي، یعنې جګړه باید نور د یهودو، نصاراوو او د اسلام د نورو دښمنانو خاورې ته یووړل شي.
دویم دا چې مسلمانان باید د مسلمانانو د ښمن وپېژني، له بده مرغه کفارو د اسلامي نړۍ په اکثریتو سیمو کې مسلمانان سره وېشلي او ډېری وخت د اصلي دښمن د له منځه وړلو پر ځای یو بل سره ښکېل یو او یو بل وژنو، حال دا چې باید د دښمن جرړو پسې وګرځو او په نطفه کې یې له منځه یوسو تر څو د مسلمانانو راتلونکي نسلونه باید پوه شي، چې خپل غچ له چا واخلي.
درېیمه او تر ټولو مهمه مسله له کفارو او د اسلام له نورو دښمنانو د غچ اخیستلو څرنګوالی دی، چې باید پام ورته وشي.
موږ مسلمانان باید اقرار وکړو، چې د عصري ټکنالوژۍ او وسایلو د نه درلودو له امله له کفارو سره د سیالۍ نه یو او په تش لاس د خپلو قربانیو غچ اخیستل امکان نه لري.
مسلمانان که چېرې په ریښتیا هم له ځان او اسلامي ارزښتونو دفاع کول غواړي، نو باید له کفارو سره په هره برخه کې ځان سیال وګرځوي او په خپل دیني علم عمل وکړي او دنیاوي او ساینسي علم ته ښه پوره وخت ورکړي، ځکه زه باوري یم، چې مسلمانان به د دې له امله، چې ولې په ټکنالوژۍ او عصري علومو کې له کفارو شاته وه او سیالي یې نه ورسره کوله، الله ج ته سخت ملامت وي او مسلمانان باید له دغې ملامتۍ څخه ځان وباسي.
نو په ټوله کې باید ووایم، چې له کفارو د مسلمانانو غچ باید د هغوی په تولید شویو وسایلو وانخیستل شي؛ بلکې دغه کار باید د اسلامي نړۍ په خپل تولید سره وشي.