موږخپل هيواد ته په خپله خوښه خدمت کوو تر عنوان لاندې تنظيفي پروګرام پيل شو
کابل- باختر د وږي دمياشتې ٤
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو د معينيت او د رضاکارو ځوانانو د فدراسيون له خوا نن د سلطان راضيې په ليسه کې رضکارانه تنظيفي پروګرام پيل شو.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې :
په دې رضاکارانه تنظيفي پروګرام کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين ډاکتر سيدکمال سادات او يو شمېر رضاکارو ځوانانو ګډون کړى و.
د ځوانانو د چارو معين تنظيفي کار د ژوندانه د چاپيريال د پاکوالي په خاطر يو ښه عمل وباله او له ټولو هيوادوالو څخه يې وغوښتل چې د ژوندانه د چاپيريال او د کار د سيمې په تنظيفي کارونو او پاکوالي کې کارنده ونډه واخلي.
ده زياته کړه چې د ځوانانو د چارو معين په پام کې لري چې د رضا کارو ځوانانو په همکارۍ د ښوونځيو او پوهنتونونو ترڅنګ د کابل ښار په کچه رضاکارانه تنظيفي پروګرام هم عملي کړي.