سیاستخبرونهTOP

مولوی عبدالکبیر: اسلامي امارت چاته اجازه نه ورکوي چې قومي، ژبني او مذهبي مسایلو ته لمن ووهي

کابل، د مرغومې ۱۳مه، باختر

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د اهل تشیع هېوادوالو له څو تنو مخورو او مطرحو څېرو سره په کتنه کې وویل اسلامي امارت چاته اجازه نه ورکوي چې قومي، ژبني او مذهبي مسایلو لمن ووهي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې ناسته کې د قومونو او اسلامي امارت پر نږدیوالي د بحث او ټینګار تر څنګ یادونه وشوه چې په هېواد کې د قوم او مذهب په نامه دسیسې ناکامه شوې دي.

استاد محمد اکبري او د تېرې ادارې د کډوالو او راستنېدونکوچارو وزیر سید محمد عالمي بلخي د نورو په استازولۍ د خبرو پرمهال وویل، اهل تشیع علمأء د اسلامي امارت د واکمنۍ ملاتړي دي او په عادي ډول خپلې چارې پر مخ وړي.

هغوی زیاته کړه، له حکومتي مشرانو او مسؤلینو سره د دوامداره لیدنو په پایله کې د بحث وړ ډېر مسایل حل او لارې چارې ورته لټول شوې دي.

همدارنګه یې د اهل تشیع علماوو یو لړ وړاندېزونه په لیکلې بڼه د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت له مقام سره شریک کړل.

ورته مهال مولوي عبدالکبیر د قومونو او اسلامي امارت پر نږدې اړیکو خوښي څرګنده او زیاته کړه، هغه حقونه چې په اسلام کې ځای لري اسلامي امارت د هغود ورکړې مسؤول دی.

نوموړي وویل، په اسلامي امارت کې قومي، ژبني او مذهبي مسایل ځای نه لري او نه هم چاته اجازه ورکوي چې دې مسائلو ته لمن ووهي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د اهل تشیع علماوو او مخورو له دوامداره همکاریو په مننې وویل، پر وړاندېزونو به یې غور وشي او په هکله به يې مناسبې پریکړې ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته