سیاستخبرونهټولنهTOPښوونه او روزنه

مولوي نداء محمد ندیم: اسلامي امارت به زلزله ځپلو ته د ژوند ټولې آسانتیاوې برابرې  کړي

کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي نداء محمد ندیم د هرات زنده جان ولسوالۍ له زلزله ځپلو سره د کتنې پرمهال په دغه وزارت او تحصیلي بنسټونو کې راټولې شوې مرستې یې ولايتي مسؤولينو ته وسپارلې.

مولوي نداء محمد ندیم او ورسره مل پلاوي دغه راز د زنده جان ولسوالۍ د زلزله ځپلو ستونزو واورېدې او د هغوی د حالت څخه یې له نږدې لیدنه وکړه.

نوموړي د زلزلې له زیانمنو سره د خواخوږۍ ترڅنګ، هغوی ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به تر خپله توانه مرسته ورسره کوي او د ژوند اسانتیاوې به ورته برابروي.

همدارنګه د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ ځایي اوسېدونکو له زلزلې وروسته په دغه سیمه کې د اسلامي امارت له لوري ترسره شویو چارو او قربانیانو سره د کړیو خدمتونو له امله مننه او ستاینه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته