سیاستخبرونهامنیتTOP

مولوي محمد یعقوب مجاهد: افغانان نور له جنګ څخه ستړي دي او سیاسي فشارونه به ولس او حکومت لا سره نږدې کړي

کابل، د سلواغې ۱۸مه، باختر

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد نن په پلازمېنه کابل کې د (اسلامي نظام او ملي یووالي استحکام) تر عنوان لاندې د مرکزي زون په کچه د ۷ ولايتونو د ديني عالمانو او قومي مخورو سترې غونډې ته ویلي، چې افغانان نور له جنګ څخه ستړي دي او سياسي فشارونه به نه يوازې حکومت کمزوری نه کړي، بلکې ولس او حکومت به لا سره نږدې او د ملت ترمنځ به د لا قوي اتحاد او يووالي سبب شي‌.

هغه زیاته کړې، چې د افغان مشرانو، ديني عالمانو او قومي مشرانو مسوليت دی، چې د افغان ولس د يووالي په موخه تر هغه ډېرې هڅې وکړي، چې لکه په تېر کې چې دښمنانو د خپلو لاسپوڅو پر مټ د دې ولس د بېلولو او نفاق په موخه کړې دي‌.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دغه غونډه کې وویل چې اسلامي امارت له نړۍ سره ښو اړيکو، مثبت تعامل او متوازن سياست ته ژمن دی او له هيچا سره ستونزه نه غواړي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست بیا په دغه غونډه کې وویل چې د بشر د حقوقو نړيوالو مدعيانو په تېرو شلو کلونو کې هغه کسان، چې په افغانستان کې ستر بشري جنايتونه تر سره کړي وو، نه يوازې دا چې له هغوئ څخه يې پوښتنه ونکړه، بلکې هغوئ يې د دې مظلوم ولس په سر حاکمان وګرځول او دغه هېواد يې د يوې بلې بدمرغۍ په سيند کې لاهو کړ.

هغه زیاته کړه که چيرې د بشر د حقوقو نړيوال سازمانونه په ريښتيا هم د بشرحقوقو د خونديتوب لپاره کار کوي، نو په غزه کې دې د اسرائيلي يرغلګرو له لوري د روان وحشت او قتل عام مخنيوی وکړي او اسلامي امارت ته دې د بشر حقونو په نوم پلمې نه جوړوي.

په ورته وخت کې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدو وزارت سرپرست شيخ محمد خالد الحنفي په یاده غونډه کې وویل هغه وخت نور پای ته رسېدلی، چې په افغانستان کې به يو شمېر کسانو د افغانانو ترمنځ د نفاق خپرولو او قوم په نوم پروژې اخيستې او اسلامي امارت به چاته اجازه ورنکړي، چې د افغانستان وروڼه قومونه د قوم، ژبې، سمت او مذهب په نومونو سره وويشي.

د یادونې وړ ده، چې د مرکزي زون د ۷ ولایتونو ديني عالمانو او قومي مخورو په دغه غونډه کې له اسلامي امارت څخه د بشپړ ملاتړ د اعلانولو ترڅنګ پر حکومت غږ وکړ، چې په ولایتونو کې د پراختیايي پروژو د پلي کولو، د شهیدانو د اولادونو د ښې روزنې او پالنې د روغتيايي خدمتونو د پراختیا په موخه هڅې لا ګړندۍ کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته