خبرونهفرهنګTOP

مولوي قدرت الله جمال: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرامینو د تطبیق په برخه کې له امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سره پوره همکاري کوي

کابل، د وږي ۲۶مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مالي، اداري او ګرځندوی معین مولوي قدرت الله جمال، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت د نظارت او ارزیابۍ له رئیس مولوي فضل الربي او مل پلاوي سره د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرامینو د تطبیق په برخه کې په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د احکامو، فرامینو او هدایاتو د ښه تطبیق په اړه خبرې وشوې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي، اداري او ګرځندوی معین ډاډ ورکړی چې دغه وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په مناسبت په ټولنه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د احکامو، فرامینو او هدایاتو د تطبیق په برخه کې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت سره پوره همکاري کوي.
همدا رنګه، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت د پلاوي له لوري،
د اطلاعاتو او کلتور وزارت په بېلابېلو ریاستونو کې د یاد وزارت د پنځو مواردو څارنه ترسره شوې ده.
د دغې څارنې پر مهال په داسې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي حاجي محمد طیب هم حاضر و؛ د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت پلاوي د پنځو مواردو (په دفترونو کې ښځینه کارکوونکو ته د بشپړ شرعي حجاب د رعایتولو، د نارینه او ښځینه کارکوونکو د دفترونو د بېلوالي، له نبوي سیرت سره د نارینه کارکوونکو د سمون او ترتیب، په جماعت سره د لمانځه ادا کولو او له حجاب پرته وزارت ته د ښځینه مراجعینو د داخلېدو د مخنیوي) په اړه توصیې وکړې او د کارکوونکو صورت او سیرت یې وارزول.
هېره دې نه وي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په مناسبت په ټولنه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د احکامو، فرامینو او هدایاتو پلي کول؛ د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت له مهمو مسئولیتونو څخه دي چې د دغه وزارت د پلاوي له لوري د افغانستان اسلامي امارت په ټولو وزارتونو او مستقلو ادارو کې عملي کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته