خبرونهفرهنګTOP

مولوي قدرت الله جمال، په افغانستان کې د پراختيايي پروژو او د ګرځندوی برخې پر ودې ټينګار وکړ

کابل، د وږي ۱۳مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معين مولوي قدرت الله جمال، د «ټي‌ال‌او» مؤسسې له مسئولينو سره په کتنه کې، په افغانستان کې د پراختيايي پروژو او د ګرځندوی برخې پر ودې ټينګار کړی دی.

باختر آژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې، د «ټي‌ال‌او» مؤسسې مسئولينو په افغانستان کې د دغې مؤسسې د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړي دي.

Ps2024090310 1

د ګرځندوی، مالي او اداري معين هم، په افغانستان کې د یادې مؤسسې کړنې ستايلې او په هېواد کې يې د پراختيايي پروژو او د ګرځندوی برخې پر ودې ټينګار کړی دی.

هغه زياته کړې ده: “افغانستان د ګرځندوی په برخه کې دولت او ملت ته د عوايدو ښې سرچينې لري چې په دوامداره هڅو سره کولای شو ترې عوايد ترلاسه کړو.”

د کتنې په پای کې، پر دوه اړخيزو همکاريو ټینګار شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته