مولوي عطاء الله عمري د کرنې پراختیا صندوق د هېواد کروندګرو او مالدارانو لپاره د اسلامي او مالي خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم واله

کابل، د سلواغې ۲۹مه، باختر

د کرنې د پراختیا وجهي صندوق چارواکو د دې صندوق د کړنو او لاسته راوړنو راپور او د یاد بنسټ له خوا د راتلونکي کال لپاره د اسلامي مالي خدمتونو د وړاندې کولو پلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري ته وړاندې کړ.

د کرنې د پراختیا صندوق رییس انجنیر عبدالغفار غفاري د دغه صندوق د تېر کال د کړنو او لاسته راوړنو د څرنګوالي راپور د کرنې وزارت له سرپرست سره شریک او دغه راز د بزګرانو، مالدارانو او د خصوصي سکټور متشبثینو لپاره د اسلامي مالي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د یادې ادارې پلان هم بیان او د چارو د ښه والي لپاره د کرنې وزارت له سرپرست څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې مولوي عطاء الله عمري د کرنې پراختیا صندوق د هېواد کروندګرو او مالدارانو لپاره د اسلامي او مالي خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم وباله او مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د کروندګرو، مالدارانو او خصوصي سکټور لپاره د ګټورو او قناعت وړ اسلامي مالي خدمتونو په وړاندې کولو کې خپلې ټولې هڅې په کار واچوي، چې ورسره د هېواد د کرنې ودې او پراختیا ته زمینه برابره شي.

د کرنې د پراختیا وجهي صندوق یو غیر بانکي مالي دولتي بنسټ دی، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي.

د افغانستان د کرنې د ودې او پرمختګ لپاره د بزګرانو او کرنيزو متشبثینو اسلامي تمویل د دې صندوق له مهمو دندو څخه دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته