مولوي عتیق الله عزیزي د خصوصي هنري ګالریو استازي تنوع او نوښتونو ته وهڅول 

کابل، غبرګولي ۱۵مه، باختر 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي، د کابل ښار د یو شمېر خصوصي هنري ګالریو د میناتورانو، خطاطانو او د بېلابېلو هنري فنونو له استادانو او استازو سره وکتل.

باختر آژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې د خصوصي هنري ګالریو استادانو او استازو، خپلې ستونزې او مشورې شریکې کړې او د اسلامي او افغاني هنر د غوړیدا په لاره کې یې د همکارۍ ژمنه کړې ده. 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین هم د یادو برخو استادان د هېواد علمي او فرهنګي سرمایه بللې او ویلي یې دي:” تاسې باید د خپل فن او مهارت پر مټ د هېواد له ارزښتونو او علیا مصالحو څخه په ملي او بین المللي کچه استازیتوب وکړئ، قومي، ژبني، مذهبي او سمتي نسبتونه یوې خوا ته پرېږدئ او د متحد افغانستان له آدرسه د خپل هېواد فرهنګ او هنر نړۍ ته ور معرفي کړئ.”

مولوي عتیق الله عزیزي ډاډ ورکړی چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خصوصی سکتور سره همکاري ته چمتو دی او د ځوانانو د استعدادونو د غوړېدا په برخه کې هغوی ته د روزنې او د دوی د شاهکاریو د معرفي کولو لپاره لازمې آسانتیاوې برابروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته