خبرونهفرهنګټولنهTOP

مولوي عتیق الله عزیزي: د افغانستان اسلامي امارت هېڅکله پر کتابونو سانسور نه لګوي

کابل، د مرغومي ۲۶مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي، «په افغانستان کې د کتابتون او کتابوالۍ کلتور د ساتنې او ودې لپاره د کتابوالانو او کتابتونونو سمپوزيم» پرانیست‌غونډه کې وویل چې اوسمهال تر هر وخت ښه د علمي وړتیاوو او عملي کارونو د ترسره کېدا لپاره ښه چانس برابر شوی او باید ښه استفاده ترې وشي.

مولوي عزیزي، په فرهنګي برخه کې د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې د همکاریو قدرداني وکړه او له نورو فرهنګي او علمي سازمانونو او بنسټونو څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د کتاب، کتابدارۍ او مطالعې د ترویج او ودې په برخه کې، له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره مرستې او همکارۍ ته ورودانګي او په دې لاره کې خپل مسئولیت ترسره کړي.

هغه دغه راز، په دغو وروستیو کې د خپاره شویو راپورونه په اړه چې ګنې اسلامي امارت پر کتابونو بندیزونه لګولي دي؛ وویل: اسلامي امارت هېڅکله پر کتابونو سانسور نه لګوي؛ خو دا زموږ مسئولیت دی، د هغو کتابونو چې د زهر په ډول جوړ شوی او په کې د افغانانو ترمنځ د تفرقه اچونې او د سمتي، لساني او نورې لانجې د بیا راپورته کولو هڅې شوې دي؛ مخه ونیسو.

د هنر او فرهنګ معین ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کتاب، کتابتون او کتابدارۍ برخې ته ډېره پاملرنه کړې او د لا زیاتو آسانتیاوو برابرولو او پراختیا لپاره یې هڅې کوي.

دغه راز د پوهنې وزارت مالي او اداري معين مولوي صبغت الله وصيل وویل: که موږ نهضت غواړو، که موږ پورته کېدل غواړو او که د خپلې ټولنې د کلتور او پوهې کچې لوړول غواړو؛ نو د کتاب او کتاب لوستلو کلتور ته باید ډېره پاملرنه وشي.

د هغه په وینا، د کتاب له ارزښت څخه انکار نشي کېدلی او د تورو دولت ستنې تر هغه وخته استحکام او قوت نه پیدا کوي؛ ترڅو چې د کتابونو دولت او د کتاب او قلم ځواک ورسره ایتلاف ونکړي.

د سمپوزیم د پرانیست‌غونډې په بهیر کې، د عامه کتابتونونو رئیس قاري عبیدالله حنیف، د هېواد د عامه کتابتونو د اوسني وضعیت او راتلونکي پلانونو په اړه معلومات ورکړل.

همدا رنګه، څېړونکي او د افغانستان د څېړنې او ارزونې مؤسسې رئیس ډاکټر جوان شېر راسخ، د سمپوزیم د جوړولو په خاطر د اطلاعاتو او کلتور وزارت او اړوندو ادارو د همکاریو مننه وکړه او د پرېزنټېشن له لارې یې د اسلامي تاریخ، د مسلمانانو د مطالعاتو او تحقیقاتو، په استعماري دوره کې د افغانستان پېژندنې مطالعاتو او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو په اړه معلومات، له ګډونوالو سره شریک کړل.

نورو ویناوالو هم په خپلو خبرو کې، په هېواد کې د کتاب او کتاب لوستلو کلتور پر ترویج او پراختیا ټینګار وکړ او پر هېوادوالو په ځانګړې توګه پر ځوانانو یې غږ وکړ چې مطالعه وکړي او د هېواد او نړۍ پر تاریخ ځان خبر کړي.

د یادونې وړ ده چې «په افغانستان کې د کتابتون او کتابوالۍ کلتور د ساتنې او ودې لپاره د کتابوالانو او کتابتونونو» دوه ورځنی سمپوزيم د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معینیت له خوا جوړ شوی چې، په افغانستان کې د کتاب او د کتابدارۍ  کلتور اړوند فرصتونه او ننګونې په کې تر بحث او څېړنې لاندې نیول کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته