مولوي عبد الکبیر: افغانستان د زلزلې، وچکالۍ او اجباري بېرته راستنېدونکو څخه د رامنځته شویو زیانونو له امله زیاتو مرستو ته اړتیا لري
کابل، د کب ۸مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبد الکبیر نن افغانستان لپاره د سره صلیب بین المللي کمېټې د برنامو له رئیسې مېرمن مارتین دې بور سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې افغانستان لپاره د سره صلیب بین المللي کمېټې د پروګرامونو رئیسې مېرمن مارتین دې بور د اسلامي امارت له همکاریو په مننې په راتلونکي کال کې د خپلو برنامو او کاري لومړیتوبونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، له افغانستان سره د یاد بنسټ همکاري اوږده مخینه لري او زموږ ډېری فعالیتونه د روغتیا، انرژۍ او اوبو او بندیانو ته د رسېدنې په برخو پورې متمرکز دي.
مېرمن مارتین ډاډ ورکړ چې د سره صلیب بین المللي کمېټه به په بېلابېلو برخو کې له هغې ډلې بزګرانو او هغو کورنیو سره چې د نفقې پیدا کولو سړي یې په جنګونو کې له لاسه ورکړي، خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړې زیاته کړه، د سره صلیب بین المللي کمېټه په افغانستان کې معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو اووه مرکزونه لري چې هره میاشت تر لسو زرو زیاتو خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
ورته مهال د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال، مېرمن دی بورا او کاري ټیم ته ښه راغلاست ووایه او په تېره شل کلنه دوره کې د سره صلیب بین المللي کمېټې د مرستو په ځانګړي ډول بندیانو ته یې د مرستو او رسېدنې قدرداني وکړه.
مولوي عبدالکبیر د روغتیا، ماین پاکولو او بندیانو ته د رسېدنې په برخو کې د سره صلیب بین المللي کمېټې د خدمتونو په قدردانۍ هیله څرګنده کړه چې له افغانانو سره د دې کمېټې مرستې دوام ومومي.
نوموړي د مرسته کوونکو بنسټونو قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، افغانستان د زلزلې، وچکالۍ او اجباري بېرته راستنېدونکو کډوالو څخه د رامنځته شویو زیانونو له امله زیاتو مرستو ته اړتیا لري.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د دې په بیانولو سره چې افغان ولسونو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول د افغانستان اسلامي امارت د اړوندو ارګانونو مسوولیت دی، چې د اسلامي امارت ترڅنګ د سره صلیب بین المللي کمېټې او نورو بین المللي بنسټونو همکاري په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول لرې پرتو سیمو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې مهم دي.
مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې وویل، د اسلامي امارت ځواکونه هڅه کوي هېڅوک بېګناه یا هم د ژبې او قومیت پربنسټ زنداني نه کړي، دغه راز د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې بندیان له خپلو انساني حقونو برخمن دي.