مولوي عبدالکبیر: ټول افغانان دې د هېواد په آبادۍ او د اسلامي نظام په ټېنګښت کې برخه واخلي
کابل، د مرغومې ۹مه، باختر
د د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د پنجشېر او ننګرهار له یو شمېر قومي مشرانو، عالمانو او ځوانانو سره په سپېدار ماڼۍ کې د لیدني پرمهال وویل چې مولوي عبدالکبیر: ټول افغانان دې د هېواد په آبادۍ او د اسلامي نظام په ټېنګښت کې برخه واخلي.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې راغلو قومي مشرانو، عالمانو او ځوانانو د اسلامي امارت لاسته راوړنې او سیاستونه وستایل او ويي ویل، اسلامي امارت په کمه موده کې په بېلابېلو برخو کې ډېر بنیادي کارونه ترسره کړي چې د ولسونو د هوساینې سبب ګرځېدلي دی.
یادو قومي مشرانو، عالمانو او ځوانانو له اسلامي امارت څخه ملاتړ د ټولو افغانانو دیني او ملي مسؤلیت وباله او زیاته یې کړه، د اسلامي نظام د ثبات او دوام لپاره ر راز همکارۍ ته چمتو دي.
دوی دغه راز د خپلو سیمو یو شمېر ستونزې هم د حل په موخه د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
ورته مهال د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له دوی څخه په مننې وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اسلامي امارت له قومي ژبني او سمتي تبعیض پرته ټولو قومونو ته د قدر په سترګه ګوري.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، نن په هېواد کې اسلامي نظام حاکم، په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت تأمین او د هېواد هرې سیمې ته ودانیزې چارې په پام کې نیول شوې دي.
نوموړي دغه راز وویل، اوس د دې وخت را رسېدلی چې ټول افغانان د هېواد په آبادۍ او د اسلامي نظام په ټېنګښت کې برخه واخلي.
نوموړي دغه راز یادو مشرانو او عالمانو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې له اړونده ادارو سره په همغږۍ حل شي.