سیاستخبرونهTOP

مولوي عبدالکبیر: د هېواد بیارغونه په واقعي بڼه پیل شوې او هېوادوال دې ډاډه اوسي، چې راتلونکی به يې هوسا او له نړۍ سره به سیال وي

کابل، د مرغومې ۱۲مه، باختر 

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون په جلا جلا ناستو کې د کابل په ګډون د ځینو ولایتونو له یو شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

یادو دیني عالمانو او مخورو د قومونو د انسجام او ستونزو د هواري له امله د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت هڅې اغېزناکې وبللې او ويې ویل چې د خلکو پرمخ د حکومتي چارواکو د دروازو خلاصون د ولس د خوښۍ او له حکومت سره د نږدیوالۍ سبب شوی دی.

دوی همدارنګه زیاته کړه، چې د اړتیا په صورت کې به له حکومت سره هېڅ ډول همکاري دریغ نه کړي. 

د دوی په وینا د اسلامي امارت له لوري د بنسټیزو پروژو پلي کول د ولسونو د خوښۍ لامل شوی دی.

یادو ویناوالو همدارنګه سوداګرو او راستنېدونکو افغان کډوالو ته د اسلامي امارت له لوري د اسانتیاوو د برابرولو ستاینه وکړه. 

په ورته وخت کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې وویل:« د نیکمرغۍ ځای دی، چې افغان قومونه واحد فکر او باور لري او دا د هېواد د ابادۍ او اسلامي نظام د ټینګښت لپاره مهمه موضوع ده». 

نوموړي زیاته کړه، چې که څه هم افغانان په اقتصادي برخه کې نیمګړتیاوې لري خو له دیني او معنوي اړخه افغان ټولنه په لوړ مقام کې ده، چې سبب یې د ټولو جهادي دورو بریا او د ملت یووالی دی. 

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال همدارنګه وویل چې د هېواد بیارغونه په واقعي بڼه پیل شوې او هېوادوال دې ډاډه اوسي، چې راتلونکی به يې هوسا او له نړۍ سره به سیال وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته