مولوي عبدالکبیر: د محرومو او غیر محرومو په نوم ولسوالۍ او سیمې شتون نلري او اسلامي امارت متوازن پرمختګ ټولو ولسوالیو او سیمو ته رسوي
کابل، د سلواغې ۱۲مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په خوست کې د پکتیکا د نکې ولسوالۍ له یوشمېر قومي مشرانو او علماوو سره په کتنه کې وویل چې اسلامي نظام د افغانانو غوښتنه او ملاتړ یې د دوی مسؤلیت دی.
د نکې ولسوالۍ قومي مشرانو او علماوو له اسلامي امارت سره د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، اسلامي نظام د افغانانو غوښتنه او ملاتړ یې د دوی مسؤلیت دی.
په دې کتنه کې هغوی په نکه ولسوالۍ کې ځایي اوسېدونکیو ته د ځمکې د وېش، روغتیایي مرکزونو، ښوونځیو او سړکونو د رغولو غوښتنه وکړه او ویې ویل، د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته تېرو دولتونو هېڅ راز پاملرنه نه ده کړې.
ورته مهال مولوي عبدالکبیر، له یادو قومي مشرانو مننه وکړه د جهاد پرمهال یې د پکتیکا په ځانګړي ډول د نکې ولسوالۍ د قومونو ونډه او رول خورا مهم وباله او وې ویل، په اسلامي نظام کې د سیمې، ژبې او قوم له اړخه توپیر نشته او له دې وروسته ټولو لرې پرتو سیمو ته ځانګړې پاملرنه کېږي.
هغه زیاته کړه، د محرومو او غیر محرومو په نوم ولسوالۍ او سیمې شتون نلري او اسلامي امارت متوازن پرمختګ ټولو ولسوالیو او سیمو ته رسوي.