سیاستخبرونهTOP

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت کوښښ کوي چې بهر مېشتو افغانانو لپاره هېواد ته په داوطلبانه ډول د راګرځېدو زمینه برابره کړي

کابل، د سلواغې ۲۳مه، باختر

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او ورسره پلاوي یې نن  ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کې په تورخم کې د راستنېدونکو افغانانو لپاره له جوړ شوي عمري کمپ،  د تورخم له کمیسارۍ او ښارګوټي څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې لومړی د تورخم کمیسار مولوي عبدالجبار او د عمري کمپ مشر مولوي محمدهاشم میوندوال د ګډې پولې د امنیت، له پاکستانه د راستنو شویو افغانانو، نیول شوی چمتووالي، د تورخم ښارګوټي، د تګ راتګ او عمري کمپ په اړه معلومات ورکړل.

هغوی وویل، چې له پاکستانه د افغان کډوالو له اجباري اخراج سره په دې کمپ د کډوالو فشار خورا ډېر و، خو د ځایي اوسېدونکو، بهر مېشتو هېوادوالو، سوداګرو او نړیوالو مؤسسو په مرسته یې د افغانانو ښه پالنه کړې او ټول سهولتونه یې ورته برابر کړي دي.

ورته مهال د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، له راستانه شویو افغانانو سره د بېړنیو مرستو له امله له ټولو هېوادوالو، سوداګرو او نړیوالو ادارو څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې له راستنو شویو افغانانو سره به د اسلامي امارت او هېوادوالو مرستې او ملاتړ دوام ولري.

نوموړي وویل، سره له دې چې په اجباري ډول د افغانانو اخراجول د ټولو نړیوالو اصولو خلاف دي خو زیاتوي هېواد ته د افغانانو په راتګ خوشحاله دی او اسلامي امارت کوښښ کوي چې د ټولو افغانانو لپاره هېواد ته په داوطلبانه ډول د راګرځېدو زمینه برابره کړي.

هغه له ټولو مسؤولو ادارو، شتمنو افغانانو، شرکتونو او سوداګرو څخه وغوښتل، چې د راستنېدونکیو افغانانو لپاره د کار په موندنه کې همکاري وکړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د تورخم له کمیسارۍ اوښارګوټي څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې په تورخم کې شته ستونزې به جدي تعقیب او کوښښ به وشي چې مسافرو او ناروغانو ته لازمې آسانتیاوې برابر شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته