سیاستخبرونهTOPښوونه او روزنه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د پوهنې سکتور ته د ټولنې د مهمې برخې په توګه پام لري

کابل، د غوايي ۳۰مه، باختر

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون په دوو جلا – جلا ناستو کې د پکتیکا او پکتیا له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دې کتنو کې د پکتیکا قومي مشرانو د پوهنې، روغتیا، سړک رغولو او نورو برخو کې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې پکتیکا له پراختیايي اړخه محروم پاتې شوی دی.

دوی دغه راز په یاد ولایت کې د نیمګړو پروژو د بیا پیل او په لرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي د زمینې برابرولو په موخه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته خپل وړاندېزونه وسپارل.

همدارنګه د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ یوشمېر قومي مشرانو او مخورو د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې او او وړاندیزونه شریک کړل او غوښتنه یې وکړه، چې په دې ولسوالۍ کې دې رغنیزې پروژې عملي شي.

بل لوري ته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر اسلامي امارت افغان ولس ته پر خدمت کولو مسوول یاد کړ او زیاته یې کړه، چې حکومت له توپیر پرته ټولو سیمو ته یو شان خدمات وړاندې کوي. 

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د پوهنې سکتور ته د ټولنې د مهمې برخې په توګه پام لري او هڅې روانې دي څو د هر کال په تېرېدو سره افغان ولس ته غوره خدمات وړاندې او لرو پرتو سیمو ته د پوهنې لمن پراخه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته