مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د ټولو ملي پانګوالو او سوداګرو ملاتړ کوي او دوی ته د آزاد رقابت او ډاډمن چاپېریال د چمتو کولو ډاډ ورکوي

کابل، د مرغومې ۵مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د هېواد له یو شمېر ملي سوداګرو او پانګوالو سره په کتنه کې وویل چې اسلامي امارت د ټولو ملي پانګوالو او سوداګرو ملاتړ کوي او دوی ته د آزاد رقابت او ډاډمن چاپېریال د چمتو کولو ډاډ ورکوي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې پانګوالو او سوداګرو د اسلامي امارت له لوري افغان سوداګرو او پانګوالو ته د رامنځته شویو فرصتونو، اسانتیاوو او ملاتړ مننه وکړه او ویې ویل، افغان پانګوال اوس د بهرنیو هېوادونو پر ځای په خپل هېواد کې پانګونې او سوداګرۍ ته لېواله دي.

دوی زیاته کړه، اوس د سرتاسري امنیت له امله د پانګوالو او سوداګرو مال او سر خوندي دی او په هېڅ ځای کې ترې ناقانونه اخاذي او باجګیري نه کېږي.

یادو سوداګرو او پانګوالو په بېلابېلو برخو کې خپل وړاندیزونه، ستونزې او نظریات د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

ورته مهال مولوي عبدالکبیر د افغان سوداګرو او پانګوالو لخوا په هېواد کې له زلزله ځپلو او ګاونډیو هېوادونو څخه اجباري راستنو شویو افغانانو سره د مرستو په مننې وویل، ملي سوداګر او پانګوال د افغانستان مهمه برخه ده، چې د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې له ټولو ملي سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې خپله پانګه دې افغانستان ته راوړي او له رامنځته شویو فرصتونو څخه دې استفاده وکړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته