خبرونهسیاستفرهنګTOP

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د اسلامي اصولو په رڼا کې د بیان ازادۍ ته ژمن دی

 کابل، د سلواغې لومړۍ نېټه، باختر

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په تېره اداره کې د حج او اوقافو وزیر محمد صدیق چکري، د اریانا نیوز رئیس مجیب الرحمن بهیر، محمد حسین جعفري، دوکتور داعي الحق عابد او یو شمېر نورو قومي مشرانو سره وکتل.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې محمد صدیق چکري په سیاسي او اقتصادي برخو کې د اسلامي امارت د وروستیو اقداماتو یادونه وکړه او په وینا یې، له څو لسیزو وروسته افغانانو ته ښه فرصتونه په لاس ورغلي، چې باید اغېزمنه ګټه ترې واخیستل شي.

چکري زیاته کړه، چې اسلامي نظام د ټولو افغانانو غوښتنه وه او په دې نظام کې زورواکي، نا انډولي او تعصبات له منځه تللي دي.

ورته مهال د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر افغان د دې حق لري چې خپل نظریات او مشورې د نظام له مسؤولینو سره شریکې کړي.

نوموړي همدارنګه د اریانا نیوز رئیس مجیب الرحمن بهیر سره په هېواد کې د خصوصي رسنیو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې مجیب الرحمن بهیر وویل خصوصي رسنيو د خپلو اصولو له مخې د ملت او حکومت ترمنځ اړیکې ساتلي او همداراز هڅه کوي د افغانستان رښتینی انځور له نړۍ سره شریک شي.

د نوموړي په وینا، د رسنیو یو لړ ستونزې حل شوي او تمه ده چې په دې برخه کې لا ډېر کار وشي.

په همدې حال کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، په افغانستان کې د حکومتي رسنیو ترڅنګ د خصوصي رسنیو فعالیت مهم وباله او ویې ویل، اسلامي امارت د اسلامي اصولو په رڼا کې د بیان ازادۍ ته ژمن دی او په دې برخه کې به تر خپلې وسې شخصي رسنیو ته اسانتیاوې رامنځته او ستونزې يې حل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته