کابل، د زمري ۱۵مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال پرون ناوخته په دوحه کې د افغانستان لپاره د اروپایي او ځینو نورو هېوادونو له سرپرستو سفیرانو او ډیپلوماتانو سره کتلي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دې کتنه کې چې د انګلستان، کاناډا، ایټالیا، فرانسې، سویلي کوریا، استرالیا، جرمني او امریکا د سفارتونو سرپرستانو او ډیپلوماټانو حضور درلود د افغانستان او یادو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو، امنیت او بشري همکاریو اړوند خبرې اترې وکړې.
سرچینې زیاته کړې، چې سیاسي مرستیال د یادو شویو هېوادونو سفیرانو سره په ناسته کې همدارنګه د افغانستان د شته پرمختګونو، امنیت او ثبات په اړه مالومات شریک کړل او دوی ټولو ته یې بلنه ورکړه، چې افغانستان ته سفر وکړي او وضعیت له نژدې وڅاري.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال یاد ډیپلوماتان هڅولي، چې کابل کې خپلې سیاسي استازولۍ بیا فعالې کړي او د افغانستان اړوند چارې له پلازمینې کابل نه اداره کړي.