خبرونهسیاستTOPټولنه

مولوي عبدالکبير: هېچا ته اجازه نه ورکوو چې بيا ځلې پر افغان خاوره تېری وکړي

کابل، د سلواغې ۸مه، باختر

د رياست الوزرا سیاسي مرستيال مولوي عبدالکبير خوست کې د منبع الجهاد مدرسې څخه د ۴۴۲ کسانو د فراغت په وياړ جوړې شوې غونډې ته وويل چې د اسلامي امارت تر واحد قیادت لاندې د بریالي جهاد په پایله کې دوه مهم اهداف چې د امریکا په مشرۍ د ناټو یرغلګرو ماتول او د بشپړ اسلامي نظام ټينګښت و ترلاسه شول.

مولوي عبدالکبير دغه راز زیاته کړه چې اسلامي امارت د هېواد په ټوله خاوره بشپړه ولکه لري او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې بيا ځلې پر افغان خاوره تېری وکړي.

نوموړي همدا راز وویل اسلامي امارت د افغانستان مسلمان ملت په تېر شل کلن جهاد کې د ځان سره شريک ګڼي، چې د اسلامي نظام د راتګ لپاره يې په هره برخه کې قرباني ورکړې ده.

ورته مهال د امربالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت سرپرست شيخ محمد خالد حنفي فارغانو ته مبارکۍ ترڅنګ وويل که چېرې د افغانستان شل کلن تاریخ مطالعه کړو اغيارو، ترهګرو، کفري دولتونو ظلم او بربریت ته وګورو او ددې عصر ظالم امريکا او جمع ناټو ټولو کوشش وکړ چې افغان دين پروره ولس ګمراه او بې لارې کړي، چې د حقوق بشر په نوم، د انتخاباتو په نوم، د مقام او وکالت په نوم يې بېلابېل پلانونه په لاره اچولي و.

حنفي زیاته کړه چې الحمدالله د افغانانو بي ساري قربانيو اسلامي نظام رامنځته او اشغال ته د پای ټکی کېښودل شو.

هغه همدا ډول وويل چې نړۍ اوس هم زموږ په کارونو کې مداخله کوي مګر مونږ هغوی ته وايو چې که چېري تاسې د افغانستان تېر څلوېښت کلن تاريخ نه وي مطالعه کړی چې څه ډول انګريزان، شوروي او ناټو له منځه لاړل نو بايد له هغوی څخه عبرت واخلی.

نوموړي هغه فارغانو  ته په خطاب کې وویل چې علماوو د جامعې اصلاح کولو ذيمواري ستاسې ده او زموږ پر خويندو د عزت پړوني اچولو مسؤليت هم ستاسې دی.

خالد حنفي وویل اسلامي امارت د عالیقدر اميرالمومنين حفظه الله شپږ ماده يیز فرمان سره زموږ خويندې خودمختاره ګرځولې چې که چا په هغوی ظلم وکړ نو هغوی کولای شي چې د خپلو حقوقو غوښتنه وکړي چې  همدا ازادي ده، دوښمن که هرڅومره کوښښ وکړي موږ به د اسلامي نظام د هېڅ يو رکن څخه هم په شا نه شو.

د ارشاد، حج او اوقافو مرستيال وزير شيخ عزيز الرحمان منصور وویل چې د اسلامي نظام په راتګ سره د هېواد په اقتصادي وضعيت کې خورا زيات د ابادۍ کارونه پر مخ روان دي چې د مثال په توګه يې د هېواد لويې اقتصادي پروژې قوشتیپې کانال يادونه وکړه.

په همدې حال کې د افغان شخصيتونو سره د تماس کمېسيون غړي حافظ انس حقاني وويل چې نن د دين ادرس او مرجع ملا او عالم دی او مونږ بايد د حسن اخلاقو څخه استفاده وکړو او چاته د پيغور ژبه ونه کاروو او هېڅوک بايد د يوې غلطۍ په سر باندې له خدمت محروم نه کړو.

نوموړي زیاته کړه اوس ددې وخت دی چې دا ټول دردونو په نبوي اخلاقو پيوند وکړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته