سیاستخبرونهTOP

مولوي عبدالکبير: د کارونو د لا ښه والي لپاره بايد مسوولين د اسلامي امارت موخې له یاده ونه باسي

کابل، د مرغومې ۹مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د پروان، کاپیسا او بغلان ولایتونو له یو شمېر اداري مسؤلینو سره وکتل.
د یادو ولایتونو اداري مسؤلینو د خپلو اداري چارو په هکله د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته مالومات ورکړل او ويې ويل چې د اسلامي امارت د پالیسۍ په رڼا کې ورسپارل شوي مسؤولیتونه په مناسب او اغېزناک ډول ترسره کوي.
دوی زیاته کړه، چې له ځايي خلکو سره له نږدې په تماس کې دي او ټول مسائل له سلا مشورو وروسته په ښه ډول حلېږي.
يادو مسوولينو همدارنګه د خپلو چارو د اغېزمنتیا په هکله ډاډ څرګند او زیاته يې کړه، ورځ تر بلې ځايي اداره د ودې په حال کې ده.
په ورته وخت کې د رياست الوزرا سياسي مرستيال په دغه کتنه کې وويل چې افغانستان ډېر کار او زیار ته اړتیا لري او اړینه ده، چې حکومتي مسؤلین په خپلو چارو کې همغږي اوسي او د کارونو د لازیات مؤثریت لپاره د اسلامي امارت موخې له یاده ونه باسي.
نوموړي همدارنګه
د يادو ولایتونو اداري مسؤولینو ته د کارونو د لا ښه پرمختګ په موخه یو لړ سپارښتنې وکړې او دوی ته یې د دوی پر وړاندیزونو او غوښتنو د غور ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته