مولوي عبدالکبير : داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې او چاته د نظام خلاف د بغاوت اجازه نه ورکول کېږي

کابل، د سلواغې ۲۵ مه، باختر
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خپل سفر په لړ کې نن د ختیځ زون د (۹۹۹) شمشېر ملي او عملیاتي قطعې څخه لیدنه وکړه.
د یادې قطعې قوماندان مولوي حضرت محمد متوکل د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د مشرانو لیدل د مجاهدینو مورال نور هم لوړوي او د دغې قطعې مجاهدین په لوړ مورال د هېواد او خلکو ساتنې ته چمتو ده.
نوموړي زياته کړه، چې ټول مجاهدین او مسؤولین خپلو فعالیتونو ته متوجه دي او دښمن ته به په هیڅ صورت د مخالف حرکت اجازه ور نه کړي.
هغه زیاته کړه، د مجاهدینو د قربانیو په پایله کې هېواد له اشغاله ازاد او بشپړ اسلامي نظام حاکم شو؛ خو دا د ټولو مسؤولینو او مجاهدینو مکلفیت دی، چې د شهیدانو ارمانونه او یتیمان وپالي.
سياسي مرستيال دغه راز د مجاهدينو له لوري له ولسونو سره په چلند کې په نرمۍ ټینګار وکړ او ويې ویل، چې د ټولو افغانانو سترګې د امنیت تامین، له اسلامي او ملي ارزښتونو څخه دفاع او امنیتي ځواکونوته دي.
نوموړي زياته کړه، چې په ټول افغانستان کې د داعش ډله ځپل شوې او چاته د نظام په خلاف د بغاوت او مخالفت اجازه نه ورکول کېږي.