سیاستخبرونهTOP

مولوي عبدالکبير: اوسمهال د ولسونو ذهنیتونه د اشغال له تبلیغاتو خالي شوي او خلک له اسلامي نظام سره همکار دي

کابل، د غبرګولي ۸مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د پروان ولايت له ځايي چارواکو سره په کتنه کې وویل چې د اسلامي امارت په راتګ سره د ولسونو ذهنیتونه د اشغال له تبلیغاتو خالي شوي او خلک له اسلامي نظام سره همکار دي.
د پروان ولایتي مسؤولینو په دې کتنه کې د ياد ولایت د امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته مالومات ورکړل او ویې ویل، چې دا مهال په پروان کې سرتاسري امنیت تامین دی او خلک له ولايتي ادارې سره همکار دي.
يادو مسوولينو همدارنګه غوښتنه وکړه، چې دې ولایت ته دې د پراختیايي او بیارغونې پروژو په برخه کې اساسي پاملرنه وشي.
هغوی وویل، چې د سړکونو رغول، د استنادي دیوالونو، پلونو او کلینیکونو جوړول د پروان د ولسونو اړتیا ده.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دغه کتنه کې د پروان د ولایتي مسؤولینو له هڅو او خدمت څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د پروان، کاپيسا او پنجشیر ولایتونو په شمول مرکزي ولايتونو ته جدي پاملرنه کېږي او په هر اړخیزه ډول به د خلکو غوښتنې په نظر کې ونیول شي.
نوموړي له ټولو مسؤولینو وغوښتل چې له خلکو سره د همکارۍ په فضا کې په مهربانۍ چلن وکړي او د خلکو ستونزو ته رسیدګي وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته