مولوي عبدالکبير: افغانستان په سیاسي لحاظ په انزوا کې نه بلکې مخ پر وړاندې روان دی

کابل، د لړم ۲۲مه، باختر

د ر یاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د یوه پلاوي په مشرۍ بامیان ولایت ته د خپل سفر په لړ کې په لویه ولسي غونډه کې ګډون وکړ.

ياد معاونیت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د دغه ولايت والي مولوي عبداللّٰه سرحدي د رياست الوزراء له سیاسي مرستیال څخه مننه کړې، چې د ولسونو د ستونزو د حل په موخه بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کوي.

د بامیانو قومي مشرانو او مخورو هم په دغه غونډه کې خوښي څرګنده کړې، چې چارواکي یې د ستونزو د اوریدو په موخه ولایت ته سفرونه کوي.

دوی همدارنګه په دې ولایت کې د بېلابېلو پراختیایي پروژو د تطبیق او د بامیانو او دره صوف دهلیز د فعالولو غوښتنه هم وکړه.

په همدې حال کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په ياده غونډه کې ويلي چې اسلامي نظام یوازې په ملا او طالب پورې منحصر نه دی، بلکې د ټول افغان مسلمان ملت ارزو وه او ټول یې د مالکیت حق لري.

هغه زياته کړې، هیچا ته د اسلامي نظام خلاف د بغاوت او مخالفت اجازه نشته او د بامیانو ولسونه د ستایلو دي، چې له اسلامي نظام سره همکاري لري او چاته د مخالف حرکت اجازه نه ورکوي.

سیاسي مرستیال د عمومي عفوې د پلي کېدو ستاینه کړې او ويلي يې دي چې د اسلامي امارت په رامنځته کېدو سره په هېواد کې ظلم، فساد او زورواکي پای ته رسېدلي دي.

هغه زياته کړې، چې اسلامي امارت د ترحم او شفقت نظام دی او په تېرو دریو کلونو کې په سیاسي او اقتصادي ډګر کې ښې لاسته راوړنې لري.

سياسي مرستيال ډاډ ورکړی، چې اوسمهال افغانستان په سیاسي لحاظ په انزوا کې نه بلکې مخ پر وړاندې روان دی. نوموړي له ولایتې ادارې او سیمه ییزو مسوولینو ته په خطاب کې ویلي چې له ولسونو سره له ترحم او شفقت څخه کار واخلي.

د يادونې وړ ده، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري په ياده غونډه کې ويلي چې افغان ولس د تاریخ په اوږدو کې د اشغالګرو او مداخله کوونکیو په خلاف درېدلي دي او په مېړانه يې له خپلو ارزښتونو او هېواد څخه دفاع کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته