مولوي عبدالکبير: اسلامي امارت د خپل هېواد په څېر نورې نړۍ ته هم امن غواړي

کابل، د سلواغې ۲۴مه، باختر

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او ورسره پلاوې لغمان ته د سفر پرمهال نن په یاد ولایت کې له يو شمېر مسؤلينو، ديني عالمانو او قومي مخورو سره لېدنه وکړه.

د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په لغمان کې یوې ولسي غونډې ته ویلي چې اسلامي امارت د افغانستان په څېر نورې نړۍ ته هم امن غواړي.

نوموړي د بهر مېشتو افغانانو په اړه وویل، چې د دوی غوښتنې به اورېدل کیږي ستونزو ته به یې رسیده ګي کیږي، د اسلامي امارت دروازې د ټولو افغانانو پرمخ خلاصې دي او هغه څوک چې مخالفت کوي غږ پرې کوو چې له مخالفت لاس واخلئ او راشئ خپل هېواد کې باعزته ژوند وکړئ.

د یادونې وړ ده، چې مولوي عبدالکبير د خپلو خبرو په پای کې لغمان له قومي مخورو او ديني عالمانو سره په کتنه کې ژمنه یې وکړه چې شته امکاناتو ته په کتو د دوی ستونزو او غوښتنو ته به رسېده ګي وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته