مولوي عبدالسلام حنفي: ملګري ملتونه دې د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې برخه کې جدي اقدامات وکړي

کابل، د سلواغې ۲۹مه، باختر
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې او د اسیا پسیفیک هېوادونو لپاره د یاد سازمان دفتر (UNDP) له مسؤولې مېرمن کاني وګناراجا او مل پلاوي سره وکتل.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې مېرمن کاني وګناراجا افغانستان ته د خپل سفر او برنامو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړل او ويې ویل چې په افغانستان کې موجود امنیت او د اسلامي امارت د مسوولینو همکاري د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې فعالو سازمانونو او نړیوالو خصوصي مؤسسو ته دا زمینه برابره کړې، ترڅو له افغانانو سره په غوره ډول خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړي زیاته کړه، دغه سازمان تیار دی، چې د چاپېریال ساتنې، بشري چارو، کارموندنې زېربنایي چارو او د بې وزلۍ کمولو په برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
ورته مهال مولوي عبدالسلام حنفي مېرمن کاني وګناراجا او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو فعالیتونه او برنامې په ځانګړي ډول د بې وزلۍ کمولو، څښاک اوبو برابرولو، زېربنایي او پراختیایي چارې وستایلې.
نوموړي وویل، اسلامي امارت توانېدلی د اداري فساد او د نشه یي توکو د کر، استعمال او قاچاق په لمنځه وړولو، د پایداره سولې او امنیت په ټینګښت، بې وزلو سره د مرستې، د روږدو کسانو په راټولولو او درملنې او د یو میلیون بېرته راستنو شویو کډوالو د مدیریت لپاره بریالی عمل وکړي.
هغه زیاته کړه، له ملګرو ملتونو سازمان څخه د اسلامي امارت انتظار دا دی، چې پورته اقداماتو ته په پام، د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د چاپېریال ساتنې موضوع ته په اشارې وویل سره له دې چې افغانستان د ګلخانه یي ګازونو په تولید او اقلیمي تغییراتو کې ډېر کم اغېز لري، خو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي تغییراتو له امله شدید زیانمن شوی دی او له ملګرو ملتونو څخه یې وغوښتل د اقلیمي تغییراتو له پایلو سره د مبارزې لپاره چې وروستۍ وچکالۍ یې یوه پایله ده، له افغانستان سره جدي همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته