سیاستخبرونهټولنهTOPروغتیا

مولوي عبدالسلام حنفي: روغتيا د خلکو لومړنۍ اړتيا او حکومت د غوره روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی

کابل، د مرغومې ۲۶مه، باختر
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د کابل ښار د روغتونونو له یو شمېر متخصصو ډاکټرانو سره په کتنه کې وويل چې روغتيا د خلکو لومړنۍ اړتيا او حکومت د غوره روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.
يادو ډاکټرانو د کابل ښار د روغتونونو د وضعیت تر څنګ د دې روغتونونو د فعالیتونو، کړنو او برنامو په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته مالومات ورکړل
دوی زیاته کړه، چې دغه روغتونونه په بېلابېلو برخو کې د متخصصو ډاکټرانو له لوري د هېواد په کچه ناروغانو ته طبي خدمتونه وړاندې کوي، خو بیا هم په یادو روغتونونو کې د پرمختللو طبي وسایلو او امکاناتو د کمښت له کبله د سرطان په څېر د ځینو ناروغیو درملنه نه کېږي، چې د دغو وسایلو او امکاناتو په برابرېدو سره یې د هېواد په داخل کې درملنه شونې کېږي.
دوی دغه راز د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه وغوښتل چې د روغتیا په ځانګړي ډول د متخصصو ډاکټرانو د روزنې، د معیاري طبي وسایلو د برابرولو او په ټول هېواد کې د روغتیایي مرکزونو د پراختیا برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې د رياست الوزرا اداري مرستيال په دغه کتنه کې روغتيا د خلکو له لومړنیو اړتیاوو او اسلامي امارت له اساسي ژمنو څخه وبلله او ويې ويل چې یوه سالمه ټولنه هغه مهال منځته راځي چې روغتیایي سیستم یې سالم او په نړیوالو معیارونو برابر غوره خدمات وړاندې کړي.
نوموړي همدارنګه د هېواد په روغتیایي سیستم کې د اصلاحاتو پیل ته په اشارې سره وویل چې دغه اصلاحات له یوه روغتونه پیل شوي او په تدریجي توګه به د هېواد په کچه نورو روغتونونو او روغتيايي مرکزونو ته پراختیا ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته