مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت په افغانستان کې هر ډول پانګونې ته زمینه برابره کړې ده
کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ترکیې د عارفان مؤسسې له رئیس عمر فاروق مدرس اوغلو او یو شمېر علماؤ او سوداګرو سره وکتل.
د ریاست الوزرا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې د عارفان مؤسسې رئیس، په افغانستان کې د سراسري امنیت پر تامین خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي: «د اسلامي امارت په استقرار سره په افغانستان کې د اقتصادي پراختیا او پانګونې په برخه کې زیات کارونه ترسره شوي او دا چاره د دې لامل شوی چې سوداګر او پانګه وال افغانستان ته راشي او په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي».
هغه زیاته کړې چې د عارفان مؤسسه او د ترکیې پانګه وال غواړي په افغانستان کې د انرژۍ، مواصلاتي لارو، کانونو استخراج، لوژستیک او ساختماني برخو کې پانګونه وکړي او د اسلامي امارت له رهبري غواړي چې په دغو برخو کې ورته د لازمو امکاناتو په برابرولو ورسره همکاري وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي دي:«اسلامي امارت په افغانستان کې هر ډول پانګونې ته زمینه برابره کړې او له ټولو پانګه والو او سوداګرو څخه غواړي چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي».
مولوي حنفي زیاته کړې چې رامنځته شویو اقتصادي فرصتونو ته په پام کې نیولو سره، اسلامي امارت د افغانستان د زېربناؤ د آبادولو په برخه کې له وقفې پرته هڅه کوي او له داخلي او خارجي پانګه والو غواړي چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.
هغه ژمنه کړې چې اسلامي امارت سوداګرو او پانګه والو ته د هر ډول لازمو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې له خپلو هر راز هڅو درېغ نه کوي.