سیاستخبرونهTOPښوونه او روزنه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د هېواد د پوهنې د ظرفیت او کیفیت لوړولو لپاره کافي هڅې کوي

کابل ، د ثور ۲۰مه ، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې له نادریې او غلام حیدرخان لېسو څخه د لیدنې پر مهال ویلي چې اسلامي امارت د هېواد د پوهنې د ظرفیت او کیفیت لوړولو لپاره کافي هلې ځلې کوي.

باختر آژانس ته په را رسېدلي خبر کې ویل شوي دي چې په دې لیدنه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ښوونکو او زده کوونکو نظریې او غوښتنې اورېدلې او د هغوی غوښتنو ته د رسېدګۍ ژمنه یې کړې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي، همدا رنګه زده کړو ته د زده کوونکو د هڅونې ترڅنګ ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د معارف د ظرفیت او کیفیت لوړولو لپاره کافي هلې ځلې کوي.

هغه همدارنګه د یادو ښوونځيو مسوولینو ته څرګنده کړې، کوم ښوونکي او زده کوونکي چې خپلو درسي ټولګیو ته نه حاضرېږي، د هغوی حاضري باید قید او اصولي اجراات وشي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال، په کابل کې د ماشومانو روغتیا له روغتون او یو دارالایتام څخه لیدنه کړې او له ماشومانو سره یې نغده مرسته کړې وه.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته