مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت خلکو او وطن ته خدمت خپله دنده او ویاړ ګڼي
خوکابل، د سلواغې ۱۰مه، باختر
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د فاریاب ولایت له یو شمېر مسؤلینو سره په کتنه کې وویل چې اسلامي امارت خلکو او وطن ته خدمت خپله دنده او ویاړ ګڼي.
په دې کتنه کې د فاریاب والي داملا محمد شعیب رسالت د نورو په استازولۍ وویل، د دې ولایت مجاهدین او مسوولین خلکو ته د خدمت، امنیت د تامین او د دوی د هوساینې په برخه کې هېڅ راز هڅې نه درېغوي.
نوموړي دغه راز د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره په بېلابېلو برخو کې د فاریاب ولایت د ولسونو ستونزې، ننګونې پیدا او د حل لپاره یې اقدام کوي.
ورته مهال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت له مسوولینو سره پر کتنې خوښې څرګنده کړه او ویې ویل، اسلامي امارت خلکو او وطن ته خدمت خپله دنده او ویاړ ګڼي او ټول مسوولین یې هڅه کوي چې له ولسونو سره د نرم او نېک چلند ترڅنګ د دوی کارونو او ستونزو ته هم په صحیح او احسنه توګه رسېدنه وکړي.