مولوي ضیاءالحق حقمل: یوناما د نړۍ او افغانستان لپاره د اړیکو یو پُل دی او باید خپل راپورونه په پوره شفافیت او بې طرفۍ خپاره کړي
کابل، د کب ۳مه، باختر
په افغانستان کې د ملګرو ملتو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د بشري حقونو رئیسې فیونا فریزر، نن د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت له سرپرست مولوي ضیاءالحق حقمل سره وکتل.
په دې کتنه کې، د یوناما د بشري حقونو رئیسې ویلي چې دوی د حکومتونو د بقاء لپاره، د هغوی ترڅنګ کار کوي او هر راپور لومړی له بهرنیو چارو وزارت او یا هم نورو حکومتي منابعو سره شریکوي او بیا یې خپروي؛ چې تر دې مهاله یې د زندانونو د وضعیت، عمومي عفوې، جسمي سلامتیا او نورو برخو کې راپورونه خپاره کړي دي.
هغې ټینګار کړی، د دې لپاره چې خلک د دوی د راپورونو له ټولو جزئیاتو خبر شي؛ باید د یوناما نشراتي مراجعو ته مراجعه وکړي.
د بشري حقونو رئیسې دغه راز، د رسنیزو تخطیو کمېسیون یو لوی ابتکار بللی او د رسنیز ډګر د ملاتړ په برخه کې یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅې ستایلې دي.
همدا رنګه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت سرپرست او د باختر اطلاعاتي آژانس رئیس مولوي ضیاءالحق حقمل، د یوناما اداره د راپورونو په خپرېدو کې پوره تحقیق ته رابللې او ویلي یې دي: لکه څنګه چې یوناما د نړۍ او افغانستان لپاره د اړیکو یو پُل دی؛ نو باید په پوره شفافیت او بشپړه بې طرفي سره خپل راپورونه خپاره کړي.
مولوي حقمل د رسنیزو تخطیو کمېسیون د چارو په اړه هم ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده چې یاد کمېسیون له آزادو رسنیو، د رسينو له ملاتړو ادارو او حکومتي ارګانونو څخه ترکیب شوې ګډه ټولګه ده چې د ټولو غړیو په خوښه په کې ګډ تصمیمونه نیول کېږي.