مولوي جلالي: د افغانستان د روغتیايي برخې د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو بنسټونو همکاري اړینه ده

کابل، د لېندۍ ۴مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي، د «انترساس» نړیوالې مؤسسې له عمومي رئیس ماهر الشون او د دغې ادارې له مسئولینو سره کتلي دي.
د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې، افغانستان کې د روغتیایي برخې د لومړیتوبونو، د روږدو کسانو د درملنې، د خوارځواکه ناروغیو برخې ته د پاملرنې، د روغتیایي خدمتونو کیفیت د معیاري کولو او لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو د رسولو خبرې شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د افغانستان روغتیايي برخې د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو بنسټونو همکاري اړینه بللې او د یادې ادارې له مسئولینو څخه یې غوښتي چې د لرې پرتو سیمو خلکو ته د مور او ماشوم پاملرنې سربېره، معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي؛ څو یادې برخې ته د لرې پرتو سیمو خلکو لاسرسی پیدا کړي او روغتیايي ستونزې یې راکمې شي
دغه راز د «انټرساس» نړیوالې مؤسسې مسئولینو، د افغانستان له روغتیايي برخې سره د خپلې همکارۍ د دوام ډاډ ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته