کابل – باختر دکب دمياشتې ١٥
د پاکستان دمذهبي او سياسي کړيو ترمنځ افراطى څيره مولانا سميع الحق اوس ديپلومات شو ، په دې ترڅ کې چې دپاکستان له حکومت سره د ددغه هيواد
د طالبانو دخبرو بهير پرمخ وړي غواړي په پاکستان د نا امنۍ عوامل مشخص او د دغه هيواد خلک خبر کړي .
مولانا سميع الحق چې دخيبر- پښتونخوا په ايالت کې څو ديني مدرسې او په سلګونه طالبانو ته په دغو مدرسو کې پوځي زده کړه ورکوي او د افغانستان جګړې ته يې استوي ، افغانستان ،هند او امريکا په پاکستان کې د نا امنۍ عوامل بولي او له پاکستاني طالبانو څخه غواړي چې دغه حساسيت په پام کې ونيسي او په اصطلاح دخپل هيواد دښمنان وپيژني.
مولانا سميع الحق چې ويل کيږي د پاکستان له استخباراتو سره نږدې اړيکې لري ددغه هيواد له پوځيانو څخه ګټه اخلي .
اوس ددغه مولانا په لسګونه مدرسې په اکوړه خټک او دپاکستان په نورو سيمو کې فعالې دې چې لګښت يې په مليونونو پاکستاني کلدارو ته رسيږي چې تمويلول يې د مولانا سميع الحق اويا دسيمې دخلکو له خيرات څخه لوړ دي .
پرته له دې چې بهرنۍ کړۍ يې تمويل کړي .
عيني شاهدان وايي په لسګونه پوځي ښوونکى د ديني عالمانو په جامو کې ددغو مدرسو طالبانوته پوځي زده کړه ورکوي .
په داسې حال کې چې په ديني مدرسو کې پوځي زده کړې توجيه کيداى نه شي.
په تيرو وختو کې مولانا سميع الحق په وار وار په افغانستان ، هند، منځنۍ آسيا او اوس په سوريې کې د جهاد خبره کړې ده ، په داسې حال کې چې په پاکستان کې جهاد نفيه کوي .
دى د پاکستان له پوځ ، افغانى طالبانو او له پاکستانى طالبانو سره امريکايي وسله جايز بولي خو په دغه شان وسلو د افغانستان دپوځ وسله وال کيدل دکفر په وسلې، وسله وال کيدل بولي او د افغان سرتيرو د وژنې تکفير ورکوى .
دغه ښاغلى چې ديني عالم دى اوس اوس او د طالبانو په استازيتوب دپاکستان له دولت سره خبري کوي او له پاکستاني طالبانو څخه يې غوښتي دي چې له خپل دولت سره دکاميابيو خبرو بهير کې شامل شي ځکه دښمن له دغه فرصت څخه استفاده کوي او زياتى ستونزې پاکستان ته رامنځته کوي.
د مولانا سميع الحق له نظره هند، افغانستان او امريکا د پاکستان دښمنان دى.
خو مولانا سميع الحق د پاکستان له دولت سره د امريکا د يو مليارد ډالري وروستۍ مرستې يادونه نه ده کړې او دحقاني دشبکې پرخلاف د ګډو عملياتو
په باب دامريکا او پاکستان داستخباراتو د تفاهم خبره کړي ده .
دمولانا له خبرو معلوميږي چې هغه هلې ځلي کوي چې د پاکستان د عام خلکو ذهن او فکر عاطفي مسلو ته ځير کړي او دهغوى احساسات ترلاسه کړي .
په داسې حال کې چې ټول پوهيږي چې طالبان يوه پروژه ده او اوس دغه پروژه
په پاکستان کې له کنترول څخه وتلې ده او يوازې مذهبي څيرى چې د پوځيانو
تر بار او د استخباراتو د مالي مرستو پور وړي دي کولاى شي دغه بهير بيا
آرام کړي . په تيره بيا د طالبانو د بهير رام کول هغه هم په داسې شرايطو کې چې دافغانستان دولت د امنيتي همکاريو د تړون له لاسليک کولو څخه ډ ډه کړي ده او په افغانستان کې دانتخاباتو بهير پيل شوى دى او طالبانو د مخنيونکي عامل او دفشار دټکي په توګه او د ګواښ د ابزارو په توګه دي . که چيرې په سيمه کې موجودو واقعيتونو ته وګورو دا پاکستان و چې نه يوازې په سيمه بلکې په نورو سيمو کې د نا امنيو سبب شوي دي ځکه پاکستان په هند او افغانستان کې خپلو مشخصو هدفونو ته د رسيدو په خاطر په دغه هيواد کې د ديني مدرسو جوړولو ته پراختيا ورکړه د جهاد انګيزه يې ترويج کړ او دامنيتي مسلو ترڅنګ ،د مغزو
پريمينځل ، پوځي زده کړې ، ورانکار فعاليتونه او ډار اچونه يې د ديني مدرسو په تعليمي نصاب کې شاملې کړي او په پاکستان کې زياتي ديني مدرسې ددغه هيواد داستخباراتي سازمان دشکبو د لست يوه برخه شوه او تمويل شوي او دغه بهير تراوسه پورې دوام لري .
دپاکستان د ديني مدرسو او مذهبي سازمانونو ترمنځ د افراطيت اورواجول تر
يوې اندازې پورې وده وکړه چې اوس ددغو مدرسو او سازمانونو زياته برخه دکنترول څخه وتلي دي قومي حساسيتونه او په دغه هيواد کې په ديني او مذهبي اقليتونه د بريدونو زياتوالي چې اوس په پاکستان کې ستر ټولنيز اړخ دى د پاکستان دپوځيانو او استخباراتو د ناوړو سياستونو حاصل دي ، ځکه پوځيان او استخباراتي دستګاه د مولانا سميع الحق مولانا فضل الرحمن ،مولانا طاهرى او نورو په څيرو زياته پانګه اچونه کړې ده چې اوس د دوى غوښتنه ډيره ده او هره ورځ دپاکستان له خلکو څخه باج اخلي خو دافغانستان او هند دپاکستان دخلکو دښمن معرفي کوي.
هغوى بايد پوه شي چې دپاکستان خلک پوهيږي چې څوک دهغوى وينه تويوى
او څوک په جوماتونو ، کليساو، ښوونځيو او محکمو کې د دوى د بچيانو د
د وينې د تويولو سبب کيږي او پخپله په بوقره کې تيښتې .
دپاکستان دخلکو ترمنځ دسياسي ملايانو څيرې افشا شوې دي او له دوى سره دافغانستان دخلکو دوستي هم ثابته ده د تورلګولو اړتيا نشته.
2 3 دقیقې لوستل