خبرونهنړۍ

مودي سبا جمعه د پولنډ له لارې کیف ته ځي

نړۍ، د وږي لومړۍ نېټه، باختر

ټاکل شوې هندي لومړی وزیر نریندرا مودي سبا د جمعې په ورځ اوکراین ته سفر او د دغه هېواد له ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره وګوري.

د رسنیو د راپورونو په حواله مودي ښایي لومړی پولنډ او له هغه هېواده د ریل ګاډي په واسطه کیف ته ولاړ شي.

مودي تېره میاشت روسیې ته هم سفر کړی و او له شوروي اتحاد څخه د اوکراین د استقلال تر اخیستلو وروسته دا د یو هندي لومړي وزیر لومړی سفر دی، چې دغه هېواد ته یې کوي.

اوکراین ته د نریندرا مودي دغه سفر په داسې مهال ترسره کېږي، چې اوکراین له روسیې سره په جګړه بوخت دی او ډیلي بیا د دغې جګړې په اړه نه هم د روسیې او نه هم د اوکراین ملاتړ کړی دی.

تمه کېږي مودي به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د ټینګښت او جګړې د پای ته رسېدو پیغامونه تبادله کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته