خبرونهنړۍ

مودي د درېیم ځل لپاره د هند د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه

نړۍ، د غبرګولي ۲۱ مه، بهرنۍ رسنۍ

نریندرا مودي پرون یکشنبې په داسې حال کې د درېیم ځل لپاره د هند د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.

د ۷۳ کلن مودي د لوړې مراسم د دغه هېواد د ولسمشر دروپادي مورمو له لوري نوي ډیلي کې ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شول او له چین او پاکستان پرته د ځینو ګاونډیو هېوادونو د مشرانو ترڅنګ په کې د بالیوډ سینما مشهورو ستورو او زرګونو نورو مېلمنو ګډون کړی و.

مودي د ټوېټ په یو پیغام کې لیکلي، چې د بهارت(هند) مشري کول ورته ویاړ دی.

نوموړي د لوړې پر مهال خبرو کې بیا ژمنه کړې، چې ټولو هندوستانیانو ته به یو ډول چوپړتیاوې ترسره کړي.

د نړۍ ګڼو مشرانو او هېوادونو ورته د لیکونو استولو او دغه راز پر ټولنیزو رسنیو د پیغامونو د خپرولو له لارې مبارکي ورکړې ده.

د لوړې د مراسمو پر مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ شاوخوا سیمو پر فضا الوتنې بندې وې او دغه راز د امنیت د ټینګښت لپاره ۲۵۰۰ پولیس په دندو ګمارل شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته