ټولنه

مهرعلی وطن دوست خاورو ته وسپارل شوه

جلال آباد ښار دمرغومی یوه ویشتمه باختر
د شاعر ،ليکوال او تکړه ممثل مهرعلي وطن دوست جنازه نن خاورو ته وسپارل شوه.
د اروا ښاد د جنازې لمونځ نن د بهسود ولسوالۍ په دا مان سيمه کې ادا او په همدې سيمه کې خاورو ته وسپارل شوه.
شاعر ،ليکوال او تکړه ممثل مهرعلي وطن دوست ، چې د نوي کور نوي ژوند په ډرامه کې يې د ناظر رول لوباوه، د يکشنبې په ورځ ومړ.
د مهرعلي وطن دوست ورور شيرعلي وايي: وطندوست پېښور کې خپل کور کې ګلانو ته اوبه ورکولې ، چې له زينو ولوېد او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
د شيرعلي ځرګندونو له مخی د روغتون ډاکټرانو د وطن دوست د ژغورلو هڅه وکړه خو بريالي نه شول.
مهرعلي وطن دوست له ډېرې مودې راهيسې له خپلې کورنۍ سره په پېښور کې اوسېده او له څه باندې شلو کلونو راپدېخوا د نوي کور نوي ژوند په ډرامه کې يې د ناظر رول لوباوه.
وطن دوست د کابل د بتخاک په ولسوالۍ کې زيږېدلى و.
تراووه کلنۍ پورې په کابل کې اوسېده
وروسته يې ننګرهار ته کډه وکړه او د ننګرهارله ليسی خځه فارغ شو.
بيا د ننګرهار ولايت د اطلاعاتواو کلتور په رياست کې مقرر شو.
ګڼو مشهورو سندرغاړو د مهرعلی وطن دوست شعرونه په سندرو کې ويلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته