کابل، د زمري ۱۳ مه، باختر
د مهترلام ښاروالۍ مسوولینو په روان کال کې د سل میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۶ بېلا بېلو پراختیايي پروژو د پلي کېدو خبر ورکړی دی.
د مهترلام ښاروال مولوي رحمت الله شهامت د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د یاد ولایت د مهترلام ښار د ښکلا، سمسورتیا او خلکو ته د لاښه آسانتیاوو د برابرولو په موخه به سږکال د سل میلیونه افغانیو په لګښت ۱۶ بېلا بېلې پروژې پلي کړي.
د نوموړي په وینا د یادو پروژو په پلې کېدو سره به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په بریا سره په ټول هېواد کې د رغنیزو پروژو د پلې کېدو کچه زیاته شوې ده.