مهاجرين د پاکستان په لاس کې د فشار وسيله

کابل باختر د وږي دمياشتې  ٤  :

د پاکستان امنيتي اواستخباراتي ادارو پرون څه د پاسه ١٠٠ تنه افغانان د اسلام آباد په ښارکې ونيول.

د اسلام آباد د دي نيوز ورځپاڼې د پاکستاني مقاماتوله خولې خبر ورکړ چې دغه کسان د اسلام آباد ښار په شاوخوا په تېره بيا د ګلوراى شريف د زيارت په ساحه کې  د پاکستان د امنيتي او استخباراتي ځواکــــونوپه عملياتوکې ونيول شول.

د پاکستان امنيتي او استخباراتي بنسټونو ادعا کړې ده چې نيول شويوکسانو د پراخ ډار اچوونکي بريد د ترسره کولو لپاره هلې ځلې کولې او ګڼ شمېر نيول شويو کسانو اعتراف کړى دى چې دنشه يي توکو په قاچاقو او  په غير قانوني ډول دوسلو په پلورنه کې لاس لري .

دغه ١٠٠ تنه  په داسې حال کې نيول کيږي چې پنځه ورځې مخکې افغانستان ، پاکستان او د ملګرو ملتودسازمان عالي کميشنرۍ د دوو نورو کلونو لپاره په افغانستان کې  د افغان مهاجرينو  د استوګنې د دوام په اړوند موافقه وکړه.

په داسې حال کې چې دغه موافقه ليک خپل يو اوونيز عمر نه دى بشپړ کړى؛ پاکستان بيا هم په افغان مهاجرينو خپل فشار ته  زور ورکړى دى.

پرون ١٠٠ تنه افغانان په اسلام آباد کې ونيول شول. په داسې  حال کې چې يوه ورځ مخکې له دې ٥٧ تنه افغان مهاجرين په نړيوالې مافيا سره د همکارۍ او په ډار اچوونکو فعاليتونوکې د لتاړوالي په تور دپاکستان دپنجاب ايالت دپوليسو له  خوا په دغه ايالت کې ونيول شول او دپاکستان د اردو ځواکونو په لاهور او دپنجاب ايالت په نورو سيموکې په افغان مهاجرينو پورې اړوند په سلګونو کورونه  په نښه کړل.

په لاهور او اسلام آباد کې په افغان مهاجرينو فشار  په داسې  حال کې زور اخلي چې  په پيښور ښار او د پښتونخوا ايالت په ځينو نورو سيمو کې د افغان مهاجرينو ځورونه  د دغه ولايت  دپوليسو لپاره په يو عادت او عايداتي مدرک بدل شوى دى.

په افغانستان اوپاکستان کې سياسي کارپوهان په دې باور دي چې په افغان مهاجرينو دفشار دپراختيا مسئله دکابل او اسلام آباد په اړيکوکې  په  وروستيو پرمختياووکې اړه پيدا کوي. هغه اړيکې چې په  کابل کې د وروستيو تروريستي بريدونو په تعقيب خرابې شوې دي او دافغانستان ټول په يوه غږ سره پاکستان د دغو پيښو عامل بولي او دافغانستان دولت هم له پاکستان څخه  غوښتي دي چې دتروريزم په باب دې خپل تعريف روښانه کړي؛ هغه تعريف  چې يوازې دپاکستان په حالت پورې  محدود نه شي او اوس دپاکستان پوليسو لارښوونه ترلاسه کړې ده چې مهاجر افغانان وځوروي. ځکه دپاکستان حکومت تل په دغه هېواد کې دافغان مهاجرينو له شتون څخه دافغانستان ددولت پرخلاف  د فشار دعامل په توګه  کار اخيستى دى او له افغان مهاجرينو څخه يې په افغانستان کې دخپلو ورانکارو سياستونو لپاره د وسيلې په توګه کار اخيستى دى او د پاکستان پوليس په ورانکارو فعاليتونو او يا دنشه يي توکو په قاچاقوکې په لاس لرلو په مهاجرينو د تور له لګولو پرته بله پلمه نلري؛ دغه تور پرون هم په افغان مهاجرينو ور پورې شوى دى.

وروستۍ ورځې په افغانستان کې دافغان مهاجرينو لپاره له ستونزو ډکې ورځې دي. هغه څه  چې پاکستاني پوځيان اوسياستوال يې په افغان مهاجرينو ترسره کوي؛ يوځل بيا ثابته کړه چې په پاکستان کې دسياسي ژمنې او اخلاقو په نامه کوم فرهنګ شتون نلري.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته