خبرونهورزش

منګل بازانو لوبډلې په پکتیا کې د کرکټ پيل شویو سیالیو اتلولۍ جام وګاټه

کابل، د ثور ۲۴ مه، باختر

د پکیتا د زرمت ولسوالۍ په سهاکو سیمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د کرکټ پيل شوې سیالۍ د منګل بازانو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

دغه لس اوریزې سیالۍ چې یوولس ورځې یې دوام وکړ پایلوبې ته یې منګل بازانو او رحماني لوبډلو لاره پيدا کړه چې منګل لوبډله وتوانېدله رحماني لوبډلې ته ماتې ورکړي او د اتلولۍ جام په خپل نوم کړي.

که څه هم د اسلامي امارت په واکمنۍ سره په یاده سیمه کې امنیت په بشپړ دول تامین شوی؛ خو لوبغاړي له دولته غواړي چې په زرمت ولسوالۍ کې د کرکټ یو معیاري لوبغالی جوړ کړي.

د پکتيا ورزشي امر نور احمد تسکين هم د لوبغاړو ستونزې مني او زیاتوي چې د مرکز په ګډون په ولسواليو کې د جمنازيوم، سټډيوم، د فوټبال او واليبال لپاره معیاري لوبغالي نه لري چې له امله یې لوبغاړي له ستونزو سره مخ دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته