منځنۍ آسيا او قفقاز ته د کرنیزو محصولاتو صادرات زياتېږي
کابل / د غبرګولي ۸ مه / باختر
د هېواد د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي په افغانستان کې د بلاروس له نااستوګن او په تاجکستان کې د بلاروس له سفير اوليګ ايوانف سره په کابل کې وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د بلاروس نااستوګن سفير د هغې غونډې په اړه چې ټاکل شوې ده تر راتلونکو څو ورځو پورې د منځنۍ آسيا او قفقاز د هېوادونو د استازو په ګډون د اقتصادي همکاريو او صادراتو او وارداتو د پراختيا د څرنګوالي په اړه په تاجکستان کې جوړه شي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ته معلومات ورکړل.
د بلاروس نااستوګن سفير د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له وزير څخه وغوښتل چې د دغه وزارت يو تخنيکي پلاوی د راتلونکې مياشت په غونډه کې د ګډون لپاره واستوي.
دغه راز احدي له بلاروس سره د اقتصادي اړيکو او همکاريو پر پياوړتيا ټينګار وکړ او ويې ويل: اوس د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اقتصادي راکړې ورکړې کچه په کال کې ٢٠٠ مليونه ډالرو ته رسېږي چې موږ يې د زياتوالي غوښتنه کوو.
ختم-ج – ا